پاکستانۍ رسني د امنیتي ځواکونو د معلوماتو له مخې خبر ورکوي چې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې یې د عملیاتو پر مهال د یوه قوماندان په ګډون ۱۱ وسلهوال وژلي دي. بل خوا په شمالي وزیرستان او ټانک کې د نښتو او ډرون برید له امله لسګونو عامو وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (آی اس پي ار) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دېره اسماعیل خان په “کولاچي” سیمه کې دعملیاتو په ترڅ کې د دلاور په نوم یو سرګروپ له خپل یوه ملګري سره وژل شوی دی. پر دلاور باندې د حکومت له لوري ۴ میلیونه کلدارې انعام ایښودل شوی و. همدا راز په لکي مروت کې هم د پولیسو او سي ټي ډي په عملیاتو کې د برکت الله په نوم یو بل وسلهوال قوماندان وژل شوی دی.
ورته مهال، د بلوچستان په قلات ولسوالۍ کې هم د پوځي عملیاتو خبر ورکړل شوی چې پکې ۸ وسلهوال وژل شوي دي.
بل لور ته، د خیبر پښتونخوا په ټانک ولسوالۍ کې پر یوې مدرسې د ډرون برید شوی چې له امله یې ۹ تنه زدهکوونکي (ماشومان) ټپیان شوي دي. د ځايي روغتونونو سرچینو ویلي چې په ټپیانو کې ۶ هلکان او ۳ نجونې شاملې دي، خو روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
د رپوټونو له مخې، په شمالي وزیرستان کې هم وضعیت بېثباته دی. په میرعلي سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسلهوالو ترمنځ نښتو کې ۳ سرتېري او ۲۰ عام وګړي ژوبل شوي دي. عیني شاهدان وايي چې د هاوان مرمۍ پر استوګنیزو کورونو لګېدلي چې له امله یې ښځو او ماشومانو ته هم مرګژوبله اوښتې. د دغو نښتو له امله د میرعلي بازار تړل شوی .
دا عملیات په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو میاشتو کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې پر امنیتي ځواکونو د وسلهوالو بریدونو لړۍ په بې ساري ډول تېزه شوې ده. په دغو دواړو ایالتونو کې امنیتي سرتېري نږدې هره ورځ د هدفي بریدونو، نښتو او د سړک غاړې ماین چاودنو سره مخ دي، چې له امله یې دواړو لوریو ته درنه مرګژوبله اوښتې ده.
