د «فرغانه» خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ، د جدي ۴مه، راپور ورکړی چې تاجیکستان د افغانستان سره پر خپلې پوله د ټانکونو د روزنې یو نوی میدان او څلور نوي سرحدي پوستې جوړې کړې دي.
د تاجیکستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې، د ټانکونو د روزنې دغه میدان د «حربمیدان» په نوم پوځي ډګر کې جوړ شوی او د هغه د پرانیستې مراسم د دې هېواد د دفاع وزارت په ودانۍ کې په غیرحضوري بڼه ترسره شوي دي.
په دغو مراسمو کې د تاجیکستان ولسمشر امامعلي رحمان او د دې هېواد د پارلمان مشر او د دوشنبې ښاروال، رستم امامعلي، ګډون درلود.
د تاجیکستان د چارواکو په وینا، په «حربمیدان» کې د تخصصي ځواکونو د روزنې لپاره تعلیمي تاسیسات، د قومندانۍ او څارنې مرکز ودانۍ، د ټانک چلونې درسي ټولګي او د څار برجونه جوړ شوي دي.
دغه راز د افغانستان سره د تاجیکستان پر پوله په غرنیو او د سخت لاسرسي لرونکو سیمو کې څلور نوې سرحدي پوستې هم جوړې شوې دي؛ هغه سیمې چې د چارواکو په وینا، تر دې وړاندې په لازمه توګه نه وې خوندي شوې.
د دغو پوستو د دوامدار فعالیت د تأمین لپاره، له ۷۰ کیلومترو څخه اوږد نوی سړک او نور اړین حمایوي بنسټونه هم جوړ شوي دي.
د راپور له مخې، په تېرو درېیو کلونو کې په تاجیکستان کې ۸۰ نوې سرحدي پوستې جوړې شوې دي چې له پوځي تجهیزاتو، تخنیکي اسانتیاوو، استوګنځایونو او نورو اړینو بنسټونو سره سمبالې دي، چې پکې د افسرانو او د هغوی د کورنیو لپاره جلا استوګنیزې ودانۍ هم شاملې دي.
تر دې وړاندې د تاجیکستان د ملي امنیت کمېټې ویلي وو چې د سهشنبې په ورځ، د جدي ۲مه، د افغانستان سره پر پوله د وسلهوالې نښتې په ترڅ کې د دې هېواد دوه سرحدي ځواکونه وژل شوي دي.
