ورزش

د هېواد د ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ ملي لوبډله له زیمبابوې سره لوبیږي

انځور د ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډله

د افغانستان د ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ ملي لوبغاړي د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په لړ کې نن د زیمبابوې پر وړاندې میدان ته ښکته کېږي.

دا لوبه نن پنجشنبه د جدي په ۴مه، د کابل په وخت غرمه پوره ۱۲ بجې پیل کېږي. د درې اړخیزو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې دا   هېواد د ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ ملي لوبډلې لومړۍ لوبه ده.

د یادولو وړ ده چې دا سیالۍ د افغانستان او زیمبابوې په ګډون د دریو هېوادونو ترمنځ د زیمبابوې په پلازمېنه هراره کې ترسره کېږي.