د افغانستان د ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ ملي لوبغاړي د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په لړ کې نن د زیمبابوې پر وړاندې میدان ته ښکته کېږي.
دا لوبه نن پنجشنبه د جدي په ۴مه، د کابل په وخت غرمه پوره ۱۲ بجې پیل کېږي. د درې اړخیزو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې دا هېواد د ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ ملي لوبډلې لومړۍ لوبه ده.
د یادولو وړ ده چې دا سیالۍ د افغانستان او زیمبابوې په ګډون د دریو هېوادونو ترمنځ د زیمبابوې په پلازمېنه هراره کې ترسره کېږي.
