د پاکستان مرکزي بانک (State Bank) احصایې ښيي چې د دغه هېواد د سوداګرۍ بیلانس کسر د تېر کال په پرتله ۳۹ سلنه زیات شوی او تر ټولو مهم لامل یې افغانستان ته د پاکستان د صادراتو کمېدل دي.
د دغه بانک د راپور پر بنسټ، له چین وروسته د پاکستان په صادراتو کې تر ټولو لوی کمښت په افغانستان کې راغلی دی.
په راپور کې راغلي چې اسلاماباد د اکټوبر له لسمې راهیسې له افغانستان سره د صادراتو په ګډون هر ډول سوداګري بنده کړې ده.
د دې بانک ارقام ښيي چې د پاکستان د سوداګرۍ بیلانس کسر له ۴.۴ میلیارده ډالرو څخه ۶.۲ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی دی.
تر دې وړاندې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي وو چې په دې موده کې له پاکستان سره د ۶۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګري درېدلې او پاکستان ته د اوښتو په لارو کې د افغانستان د ۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت میوه او سبزي هم خرابه او له منځه تللې ده.
بلخوا، په ایران کې د چابهار د ازادې سیمې بنسټ عامل مدیر وایي چې دا سوداګریز بندر د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ او ټرانزیټ د پراختیا دروازه ده.
ایراني رسنیو د دغه ځايي چارواکي له خولې لیکلي چې دغه هېواد او طالبانو په هراړخیزه توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د پراختیا لارې چارې ارزولي دي.
نوموړي زیاته کړې چې د سوداګریزو، پانګونې او لوجسټیکي مسایلو د تعقیب لپاره د یوې ګډې اقتصادي کمیټې جوړول په اجنډا کې شامل دي.
د هغه په وینا، د افغان سوداګرو لپاره د چابهار لارې تر ټولو لویه ګټه د ترانسپورتي او ټرانزیټي لګښتونو کموالی دی.
په ورته وخت کې یو شمېر اقتصادي شنونکي په دې باور دي چې له پاکستان سره د سوداګرۍ له درېدو وروسته، ایران هڅه کوي له افغانستان سره خپله راکړه ورکړه زیاته کړي.
