د پاکستان د دفاع وزیر، خواجه محمد آصف، د افغانستان پر خاوره وروستي بریدونه مشروع وبلل او ټینګار یې وکړ چې دا بریدونه د پاکستاني طالبانو د تحریک یا «ټيټيپي» د له منځه وړلو په موخه شوي دي.
دغه پاکستاني چارواکي، پر افغانستان د دې هېواد د پوځ بریدونه په داسې حال کې پر حق بولي چې د هند لخوا د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې بریدونه یې «غیر معقول او ناعادلانه» وبلل او زیاته یې کړه چې د افغانستان پر خاوره د پاکستان بریدونه د «اسنادو او شواهدو» پر بنسټ شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو تېره ورځ د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر فضل الرحمن، د کابل پر وړاندې د پاکستان د پوځ وروستي بریدونه پوښتنې راپاروونکي او یو «خطرناک اقدام» وبلل.
د پاکستان د پوځ وروستیو بریدونو او د طالبانو او اسلاماباد ترمنځ رامنځته شویو ترینګلتیاوو، عملاً د پاکستان سیاسي ډلې په موافقو او مخالفو لیکو وېشلې دي.
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر تېره ورځ د پاکستان د پوځ د وروستیو اقداماتو په وړاندې په کلک دریځ نیولو سره، د کابل پر وړاندې د پاکستان د پوځ په هوايي برید نیوکه وکړه او هغه یې د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر باندې د هند له برید سره ورته وباله.
فضل الرحمن وویل: ((کله چې تاسو پر کابل برید کوئ، دا داسې مانا لري لکه هند چې پر اسلاماباد برید وکړي. پر کابل د پاکستان برید داسې دی لکه هند چې پر کشمیر او یا د پاکستان پر کوم بل ځای برید وکړي. که دغه برید له کابل پرته د افغانستان په هر ځای کې وای، شاید د زغم وړ وای؛ خو په کابل کې د زغم وړ نه و.))
خو د پاکستان دفاع وزیر په غبرګون کې ویلي چې د افغانستان پر خاوره د پاکستان د پوځ وروستي بریدونه مشروع او د شواهدو پر بنسټ وو.
دغه لوړپوړي پاکستاني نظامي چارواکي همداراز ټینګار وکړ چې د پاکستان د پوځ هدف د افغانستان په خاوره کې د ټيټيپي له منځه وړل وو او د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر په برخو کې د هند له بریدونو سره یې پرتله کول نا معقول دي.
خواجه محمد آصف زیاته کړې د افغانستان-پاکستان تر منځ فرضي کرښې ته څېرمه د ټيټيپي د بهرنیو ترهګرو د مستندو اډو په وړاندې د پاکستان د اقدام پرتله کول په بهاولپور او مریدکه کې پر جوماتونو او مدرسو د هند له غیرقانوني بریدونو سره، بشپړ ناسم او نامناسب دي. د هند تېری نا قانوني او بې اسناده و او د پاکستان ځواب بشپړ مشروع و.
د پاکستان دفاع وزیر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستي راپور ته په اشارې سره ویلي چې ترهګرې ډلې د افغانستان له خاورې پاکستان ته ننوځي.
ومو غوښتل په دې اړه د طالبانو لیدلوری هم ولرو، خو د طالبانو ویاند د آمو پوښتنو ته ځواب ورنکړ. تر دې وړاندې طالبانو په پرله پسې ډول ویلي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.
خو پاکستان په پرله پسې ډول طالبان په خپله خاوره کې د ټيټيپي په ملاتړ تورنوي او په تازه مورد کې د دغه هېواد د پوځ مشر په جنوبي وزیرستان کې له ځانمرګي برید وروسته ادعا وکړه چې د ټيټيپي اویا سلنه غړي د افغانستان وګړي دي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تازه راپور کې هم راغلي چې القاعده، د داعش خراسان څانګه، ټيټيپي، د ختیځ ترکستان اسلامي تحریک او نورې افراطي ډلې په افغانستان کې فعال حضور لري.
په دغه راپور کې همداراز راغلي چې د طالبانو مشران د ټيټيپي د ملاتړ په اړه اختلاف لري؛ د طالبانو د مشرتابه یوه برخه له دې ډلې ملاتړ کوي، په داسې حال کې چې یو شمېر نور طالب مشران د ټيټيپي ملاتړ زیانمنونکی بولي.
