منځنی ختیځ

د لیبیا د پوځ لوی درستیز د ترکیې انقره کې د الوتکي غورځېدو پېښه کې وژل شوی

د لیبیا حکومت د پوځ لوی درستیز، جنرال محمد علي احمد الهدّاد، د یوې الوتکې د غورځېدو په پېښه کې د ترکیې په پلازمېنه انقره کې وژل شوی دی.

په دې الوتکه کې ورسره نور څلور لوړپوړي پوځي چارواکي هم سپاره وو چې ټول یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ترکیې چارواکي وایي، دا خصوصي الوتکه چې د Falcon 50 په نوم یادیږي، د انقرې د اېسنبوعا نړیوال هوايي ډګر څخه د لیبیا د پلازمېنې طرابلس پر لور روانه وه، خو د الوتنې له پیل شاوخوا ۴۰ دقیقې وروسته ورسره د هوايي څار اړیکه پرې شوې ده.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر ویلي، الوتکې د اضطراري کښته کېدو غوښتنه کړې وه، خو لږ وروسته له راداره ورکه شوه.

وروسته د ژغورنې ډلو د انقرې د هایمانا ولسوالۍ په غرنیو سیمو کې د الوتکې ملبه او د سپرلیو جسدونه وموندل.

د لیبیا صدراعظم عبدالحمید دبیبّه د دې پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې د پوځ د لوی درستیز وژل کېدل د هېواد لپاره ستره ضایعه ده.

راپورونه ښيي چې جنرال الهدّاد انقره ته د پوځي همکاریو په تړاو د لوړپوړو ترکي چارواکو سره د لیدنو لپاره تللی و او له دغو ناستو وروسته بېرته طرابلس ته روان و.

ترکي چارواکو د پېښې په اړه رسمي پلټنې پیل کړې دي، خو تر اوسه د الوتکې د غورځېدو کره لامل نه دی اعلان شوی.