کډوالي

پاکستان کې پولیسو د افغانستان د رسنیو یو کارکوونکی نیولی دی

د پاکستاني پولیسو لخوا د طلوع نیوز پخوانی کارکوونکی عبدالوارث ستانکزی

پاکستان کې یو شمېر افغان کډوالو آمو ته ویلي، چې د طلوع‌نیوز شبکې تصویر اخیستونکی عبدالوارث ستانکزی د پنجشنبې ماښام ناوخته د اسلام‌اباد له «بي–۱۷» ښارګوټي څخه نیول شوی دی.

د سرچینو په وینا، عبدالوارث ستانکزی د پاکستان د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوې، خو تر دې دمه د هغه د نیول کېدو رسمي لامل نه دی څرګند شوی.

تر دې وړاندې هم په پاکستان کې د یو شمېر افغان خبریالانو او کډوالو د نیولو او پلټنو راپورونه خپاره شوي وو؛ هغه موضوع چې په دغه هېواد کې د افغان خبریالانو د امنیتي او حقوقي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

د رسنیو د ازادۍ ملاتړو بنسټونو له پاکستانه څو ځله غوښتي، چې د خبریالانو خپل‌سري نیونې پای ته ورسوي.