پاکستان کې یو شمېر افغان کډوالو آمو ته ویلي، چې د طلوعنیوز شبکې تصویر اخیستونکی عبدالوارث ستانکزی د پنجشنبې ماښام ناوخته د اسلاماباد له «بي–۱۷» ښارګوټي څخه نیول شوی دی.
د سرچینو په وینا، عبدالوارث ستانکزی د پاکستان د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوې، خو تر دې دمه د هغه د نیول کېدو رسمي لامل نه دی څرګند شوی.
تر دې وړاندې هم په پاکستان کې د یو شمېر افغان خبریالانو او کډوالو د نیولو او پلټنو راپورونه خپاره شوي وو؛ هغه موضوع چې په دغه هېواد کې د افغان خبریالانو د امنیتي او حقوقي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
د رسنیو د ازادۍ ملاتړو بنسټونو له پاکستانه څو ځله غوښتي، چې د خبریالانو خپلسري نیونې پای ته ورسوي.
