د پاکستان تر ټولو ځواکمن پوځي مشر، چې په وروستیو لسیزو کې یې بې ساري واکونه ترلاسه کړي، اوس د خپلو نویو واکونو له سخت ازمېښت سره مخ دی.
واشنګټن اسلاماباد ته ویلي ترڅو غزې ته خپل سرتېري واستوي؛ هغه اقدام چې شنونکي وايي ښايي په کور دننه له سختو غبرګونونو سره مخ شي.
رويټرز په دې اړه خپاره کړي راپور کې ویلي، تمه کېږي چې عاصم منیر په راتلونکو اونیو کې واشنګټن ته سفر وکړي او هلته له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري. دا به په تېرو شپږو میاشتو کې د دوی درېیمه لیدنه وي چې ډېر تمرکز به یې د غزې پر ځواک وي. دوو سرچینو، چې یوه یې د جنرال په اقتصادي ډيپلوماسۍ کې مهم رول لري، دا معلومات تائید کړي دي.
د غزې په اړه د ټرمپ شل مادهيیز پلان کې راغلي چې د مسلمانو هېوادونو یو ځواک دې په دغه جګړه ځپلې سیمه کې د بیارغونې او اقتصادي بیا رغېدنې د انتقالي دورې څارنه وکړي. غزه چې له دوو کلونو راهیسې د اسراییلو د سختو بمباریو لاندې وه، اوس له سختې ویجاړۍ سره مخ ده.
ډېری هېوادونه د غزې د بېوسلې کولو (د حماس ډلې د بېوسلې کولو) له ماموریت څخه په وېره کې دي، ځکه دا کار دوی په مستقیم ډول جګړې ته کشولای شي او په خپلو هېوادونو کې د اسراییلو ضد او فلسطین پلوه وګړو غوسه راپارولای شي.
خو عاصم منیر له ټرمپ سره نږدې اړیکې جوړې کړې دي ترڅو د واشنګټن او اسلاماباد ترمنځ کلونه کلونه بېاعتمادي له منځه یوسي. د تېر جون په میاشت کې، هغه ته په سپینه ماڼۍ کې د غرمې ډوډۍ ورکړل شوه؛ دا لومړی ځل و چې د امریکا ولسمشر یوازې د پاکستان د پوځ د مشر کوربهتوب وکړ او هیڅ ملکي چارواکی ورسره نه و.
په واشنګټن کې د اتلانتيک شورا د سویلي اسیا مشر، مایکل کوګلمن، وايي: «په دې ځواک کې برخه نه اخیستل ښايي ټرمپ غوسه کړي، چې دا د پاکستان لپاره وړه خبره نه ده؛ ځکه پاکستان غواړي ځانته د هغه پام وساتي ترڅو د امریکا پانګونه او امنیتي مرستې ترلاسه کړي.»
د دفاعي چارو کارپوهه، عایشه صدیقه، وايي پاکستان چې د نړۍ یوازینی اټومي وسله وال اسلامي هېواد دی، یو تجربه لرونکی پوځ لري د پاکستان پوځي ځواک ته په کتو «پر عاصم منیر ډېر فشار دی چې خپله وړتیا ثابته کړي.»
که څه هم د پاکستان بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار، تېره میاشت ویلي و چې اسلاماباد ښايي د سولې ساتنې لپاره د سرتېرو پر استولو غور وکړي، خو زیاته یې کړه چې د حماس بېوسلې کول “زموږ کار نه دی.”
عاصم منیر د روانې میاشتې په پیل کې د پاکستان د دفاعي ځواکونو د مشر په توګه وټاکل شو چې اوس د هوايي او سمندري ځواکونو مشري هم ور په غاړه ده او د دندې موده یې تر ۲۰۳۰ کال پورې وغځول شوه. هغه به د تل لپاره د فیلډ مارشال لقب ولري او د هغو قانوني تعدیلاتو له مخې چې تېره میاشت په پارلمان کې منظور شول، د ژوند تر پایه له هر ډول جنايي تعقیب څخه خوندي دی.
کوګلمن زیاتوي: «په پاکستان کې ډېر کم خلک د عاصم منیر په څېر د خطر منلو چانس لري.
هغه اوس بېساری واک لري چې قانوني ملاتړ هم ورسره دی.»
عاصم منیر په تېرو څو اونیو کې د سعودي عربستان، ترکیې، قطر، اندونیزیا، مالیزیا، اردن او مصر له پوځي او ملکي مشرانو سره لیدلي چې صدیقه یې د غزې ځواک په اړه مشورې بولي.
خو تر ټولو لویه اندېښنه د پاکستان د مذهبي ګوندونو غبرګون دی.
دا ګوندونه چې د امریکا او اسراییلو سخت مخالف دي، ښايي د ټرمپ د پلان پر بنسټ غزې ته د پاکستاني ځواکونو د استولو پر ضد زرګونه کسان سړکونو ته راوباسي.
په سنګاپور کې د نړیوالو مطالعاتو د انسټیټیوټ غړی، عبدالباسط، وايي که پاکستاني ځواکونه هلته مېشت شي او وضعیت خراب شي، ستونزې به ډېرې ژر پیل شي: «خلک به وايي چې عاصم منیر د اسراییلو امر پر ځای کوي – دا به لویه ناپوهي وي چې څوک دا راتلونکی خطر ونه ویني.»
