سیاست نړۍ

اوکراین د سولې په هدف د ناټو د غړیتوب غوښتنه ځنډولې

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي

العربیه د امریکا د ځانګړي استازي سټیو وېټکوف له خولې راپور ورکوي، چې په برلین کې د لوړ پوړو امریکايي او اوکرایني پلاویو ترمنځ د روسیې او اوکراین د جګړې پر سر په خبرو کې “ډېر پرمختګ شوی دی.”

راپور زیاتوي دا خبرې د ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي له هغه مهم امتیاز څخه وروسته وشوې چې ویې ویل، اوکراین به د سولې او امنیتي تضمینونو په بدل کې له ناټو سره د یوځای کېدو له هدف څخه لاس واخلي.

دغه پنځه ساعته اوږدې ناستې چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ زوم جیرډ کوشنر هم په کې ګډون کړی، د سولې پلان او اقتصادي اجنډاوو په اړه “ژور بحثونه” ترسره کړل.

ولسمشر زېلېنسکي له دې خبرو وړاندې وویل چې له ناټو سره د یوځای کېدو له خپل اساسي او اساسي قانون کې درج شوي هدف څخه په شا کیږي، او پرځای یې له امریکا، اروپا، جاپان او کاناډا څخه ” امنیتي تضمینونه غواړي.

دا اقدام که څه هم د اوکراین لپاره یو لوی بدلون دی او د روسیې له اصلي غوښتنو یوه پوره کوي، خو زېلېنسکي ټینګار وکړ چې دا “زموږ له لوري د روغې جوړې یو مهم ګام دی.” نوموړي غوښتنه وکړه چې امنیتي تضمینونه باید قانوني اعتبار ولري.

د پرمختګ خبره په داسې حال کې کیږي چې لا هم د مهمو سیمو پر سر اختلاف پاتې دی. زېلېنسکي د امریکا هغه وړاندیز رد کړ چې اوکراین باید له ختیځ دونیڅک سیمې څخه خپل ځواکونه وباسي او هلته یو “بې وسلې اقتصادي زون” رامنځته کړي.

هغه دا وړاندیز “ناعادلانه” او “ډېر حساس” وباله او ټینګار یې وکړ چې د سولې لپاره “مناسب انتخاب” دا دی چې ځواکونه پر اوسنۍ جبهه‌يي کرښه پاتې شي.

د امریکا ځانګړي استازي وېټکوف پر اېکس یوه خپاره کړي پیغام کې وویل: “ډېر پرمختګ وشو، او دوی به سبا سهار یو ځل بیا سره وویني،” چې دا په ډاګه کوي د سولې د چوکاټ پر جزئیاتو ژور کار روان دی.

د دې خبرو لړۍ د جرمني په پلازمېنه برلین کې د جرمني د لومړي وزیر فریدریش مېرڅ په کوربتوب پیل شوې او د دوشنبې په ورځ به هم دوام ولري. داسې تمه کیږي چې د دوشنبې ماښام به پراخې غونډې ترسره شي چې اروپايي مشران او د ناټو استازي به هم پکې برخه واخلي.