امنیت متحده ایالتونه

د امریکا د روډ ایلنډ ایالت په براون پوهنتون کې د ډزو له امله دوه تنه وژل شوي

د امریکا متحده ایالتونو د روډ آیلنډ ایالت پوهنتون کې د ډزو له پېښې عکس

په براون پوهنتون کې د ډزو پېښه؛ لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي، ګڼ نور ټپیان، د شکمن د نیولو لپاره پلټنه روانه ده

د پولیسو په وینا، د شنبې په ورځ د امریکا د روډ آیلنډ ایالت په پراوېډنس ښار کې د براون پوهنتون انګړ کې د ډزو یوه پېښه کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي.

چارواکي وایي، شکمن تر اوسه نه دی پېژندل شوی او لا د پېښې له ځای تښتېدلی دی.

چارواکو ویلي، دا پېښه د ماسپښین څه باندې څلور بجې د براون پوهنتون د «باروس او هولي» د انجینرۍ په ودانۍ کې رامنځته شوې ده.

د پراوېډنس د پولیسو مرستیال ټیم اوهارا رسنیو ته ویلي، ډزې د ودانۍ په لومړي پوړ کې، د یوه درسي ټولګي دننه شوې دي.

د پوهنتون د معلوماتو له مخې، د پېښې پر مهال په یادې ودانۍ کې د سمستر وروستۍ ازموینې روانې وې.

د پراوېډنس ښاروال برېټ سمایلي په یوه خبري غونډه کې ویلي، له ټپیانو څخه اته تنه د روډ آیلنډ روغتون ته لیږدول شوي، چې د اته ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی.

روغتون وروسته په یوه اعلامیه کې وویل، له دغو کسانو شپږ تنه په «نازک خو باثباته» حالت کې دي، یو کس لا هم په سخت روغتیایي حالت کې دی او بل ټپي روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ نده.

ښاروال سمایلي د شنبې ناوخته په بله خبري ناسته کې زیاته کړه، نهم کس هغه مهال ټپي شوی چې د ډزو له امله د مرمیو یا چاودېدلو توکو ټوټې پرې لګېدلې وې.

د هغه په وینا، یاد کس په مستقیم ډول د مرمۍ ټپ نه لري او تمه ده بشپړه روغتیا ومومي.

د براون پوهنتون رئیسې، کریستینا اېچ. پاکسن، په دویمې خبري غونډه کې وویل، په دې پېښه کې وژل شوي او ټپیان شوي ټول کسان د همدې پوهنتون محصلین دي.

چارواکو ویلي، تر دې دمه څوک نه دي نیول شوي او د براون پوهنتون په شاوخوا سیمه کې د «تګ راتګ بندیز» امر صادر شوی دی.

د پولیسو مرستیال مشر اوهارا ویلي، تر اوسه هېڅ ډول وسله نه ده موندل شوې.

د پوهنتون د بېړني خبرداري له لارې محصلینو ته لارښوونه شوې چې دروازې وتړي، موبایلونه چوپ کړي او تر بل خبر پورې پټ پاتې شي.

اوهارا زیاته کړه، شکمن سړی له ډزو وروسته له یادې انجینرۍ ودانۍ تښتېدلی دی.

چارواکو وویل، لا معلومه نه ده چې برید کوونکی څنګه ودانۍ ته داخل شوی و، خو ښاروال سمایلي وویل، د پوهنتون ازموینو له امله د ودانۍ بهرني دروازې خلاصې وې.

د براون پوهنتون علمي مرستیال، فرانسس ډویل، وویل: «د اونۍ په پای کې په داسې ودانیو کې بېلابېل فعالیتونه روان وي؛ د مطالعې غونډې، د محصلینو ناستې او څېړنیز لابراتوارونه. موږ دا مهال دقیق معلومات نه لرو چې دننه څه روان و، خو له پولیسو سره په همغږۍ کار کوو.»

د پراوېډنس پولیسو د شنبې ناوخته د څارګرو کمرو ویډیو خپره کړې، چې پکې یو کس ښکاري چې چارواکي یې د شکمن په توګه څېړي.

ښاروال ویلي، تر اوسه نه ده روښانه شوې چې ډزې کوونکی محصل و که نه.

د پولیسو په وینا، په ویډیو کې شکمن تور رنګ کالي اغوستي او مخ یې نه ښکاري.

په خپره شوې ویډیو کې وسله نه تر سترګو کېږي او تر اوسه کومه وسله هم نه ده ترلاسه شوې.