د ملګرو ملتونو (UN) یوه راپور ورکوونکې خبرداری ورکړی چې د تحریک انصاف (PTI) بنسټګر او پخوانی وزیراعظم عمران خان په داسې شرایطو کې ساتل کېږي چې ښايي د غیرانساني یا سپکاوي کوونکي چلند په کټهګورۍ کې راشي.
هغې له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د نړیوالو بشري حقونو له اصولو او معیارونو سره سم عمل وکړي.
میرمن اېلس جیل اېډوارډز وایي چې د سپتمبر په میاشت کې د عمران خان حقوقي ټیم له هغې سره اړیکه نیولې وه او غوښتنه یې کړې وه چې د عمران خان او د هغه د مېرمنې پر وړاندې د ادعا شوي ناوړه چلند مخه ونیول شي. د ملګرو ملتونو د چارواکې په وینا، د اوږدې مودې یوازیتوب او محدود تماس د بندیانو پر رواني او فزیکي روغتیا ناوړه اغېز کولی شي.
خو د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار رانا احسان افضل د ملګرو ملتونو دغه اندېښنې رد کړې دي.
نوموړي ویلي چې عمران خان د زندان د اصولو او جېل مېنول له مخې ساتل کېږي او حکومت هېڅ ډول غیرقانوني چلند نه دی کړی.
رانا احسان افضل زیاته کړه:
“د عمران خان ماشومان ورته د لاسرسي حق لري. که هغه غواړي اړیکه ونیسي، نو باید اړونده غوښتنه وړاندې کړي. د پاکستان د حکومت له لوري هېڅ ستونزه یا خنډ نشته.”
یادونه کېږي چې تر دې وړاندې د عمران خان کورنۍ هم د هغه د زندان پر حالت جدي اندېښنه څرګنده کړې وه.
