سیاست نړۍ

سپینه ماڼۍ: ټرمپ د اوکراین د سولې له خبرو ستړی شوی

سپینې ماڼۍ وايي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ به په دې اونۍ کې یوازې هغه مهال خپل استازی اروپا ته د اوکراین د جګړې د خبرو اترو لپاره واستوي، چې د سولې د هوکړې د لاسلیک ریښتونی امکان موجود وي.

د رویټرز د راپور له مخې د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولاین لیوېټ د پنجشنبې په ورځ وویل چې ټرمپ له هغو پرله‌ پسې ناستو ستړی شوی چې هېڅ ډول ښکاره پرمختګ نه لري.

هغې زیاته کړه: “ولسمشر د دې جګړې له دواړو لورو سخت ناخوښی دی، او نور د دې توان نه لري چې یوازې د ناستې لپاره ناسته وکړي. هغه د پایلې غوښتنه کوي.

کییف د امریکا له لوري د چټکې سولې منلو تر فشار لاندې دی، خو د تېرې میاشتې پر هغه پلان یې اعتراض کړی چې ډېری یې د مسکو په ګټه بولي.

سپینې ماڼۍ خبرداری ورکړی چې وخت کم دی او واشنګټن نور د اوږدو خبرو حوصله نه لري.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د فرانسې، جرمني او برېتانیا له مشرانو سره په ټیلیفوني خبرو کې د اروپا د ناستې پر امکان هم بحث کړی او تر خبرو وروسته یې ویلي چې له اروپایي مشرانو سره یې “جدي او تونده تبادله” کړې ده.

د لیوېټ په وینا، د ټرمپ اداره یوازې د څو تېرو اوونیو په جریان کې له روسي، اوکرایني او اروپایي استازو سره تر ۳۰ ساعتونو زیات وخت په خبرو لګولی دی.

هغې وویل: “ولسمشر د دې جګړې لپاره عملي حل غواړي. تر څو پورې چې د سولې د هوکړې لاسلیک واضح احتمال نه وي نه وي څرګند شوی د سفر پرېکړه نه کېږي.