د طالبانو د رئيسالوزرا له لوري د جلالاباد – تورخم د دويم لېن سړک د پاتې چارو د ترسره کولو پروژه منظور شوې ده.
د دغه سړک لګښت د واحدې سرچينې له لوري برابريږي، او ډېر ژر به يې په مرکز کې داوطلبۍ ترسره شي او چارې به يې عملاً پيل شي.
د دويم لېن سړک په جوړېدو سره به د ترانسپورت او ترانزیت په برخه کې ګڼې اسانتياوې رامنځته شي او همدارنګه به ګڼه ګوڼه او ترافيکي پېښې راکمې شي.
دغه چارې په داسې حال کې تر سره کېږي چې د پاکستان او طالبانو د نښتو له امله د ډيورنډ کرښې ټولې ترانزیټي لارې تړل شوې دي. طالبان وايي، تر هغه چې پاکستان د دغو لارو د نه تړلو په تړاو قوي ضمانت ورنه کړي، دغه لارې به تړلې پاتې شي.
