امنیت

روسیې د ختیځ اوکراین د پوکروفسک ستر لوژستیکي مرکز د نیولو ادعا کړې ده

A view shows the state flag of Russia before a meeting of Russian President Vladimir Putin with French President Emmanuel Macron in St. Petersburg, Russia May 24, 2018. REUTERS/Grigory Dukor

روسیې ادعا کړې چې د ختیځ اوکراین ستر لوژستیکي او د تګ ‌راتګ مرکز پوکروفسک یې نیولی دی.

دغه ښار نږدې دوه کاله تر کلابندۍ لاندې و او د جګړې دواړو لورو ته یې ستراتیژیک ارزښت درلود.

کریملین د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې د روسیې د پوځ مشر والېري ګېراسیموف، ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د ښار د نیولو راپور ورکړی دی.

دغه راز د روسي چارواکو په وینا، د خارکیف ولایت وچانسک ښار هم د دوی ځواکونو تر واک لاندې راغلی دی.

که څه هم مسکو د پوکروفسک د نیولو وېډیو خپره کړې، چې روسي سرتېري د ښار په کوڅو کې ښکاري او بیرغ رپوي، خو اوکراین تر اوسه د دغه ښار سقوط نه تاییدوي.