بشري حقوق

په برېتانیا کې یو افغان کډوال د جنسي ځورونې درې پېښو کې تورن ګڼل شوی

د بریټانیې د همپشایر پولیسو اعلان کړی چې، د سهیل امیري په نوم یو ۳۰ کلن افغان، د جنسي ځورونې په درېیو مواردو او دغه هېواد ته د ناقانونه داخلېدو په تور رسمي تورن شوی دی.

د پولیسو په وینا، دا پېښې د سه شنبې د ورځې د سهار په لومړیو ساعتونو کې د ساوت‌همپټن د «اپر شفتسبوري» په سړک کې شوې دي؛ هغه ځای چې امیري تورن دی چې یوې ښځې ته ورنږدې شوی او هڅه یې کړې چې بې له رضایت څخه یې ښکول کړي.

یاده ښځه توانېدلې چې د مقاومت وروسته له سیمې ووځي.

پولیسو تأیید کړې چې امیري پر هغو دوو نورو جنسي ځورونو هم تورن دی چې د سپتمبر پر ۲۳مه نېټه ثبت شوي؛ هغه وخت ویل کېږي چې نوموړي په «وېسټ‌وود رود» کې دوه ښځو ته نامناسبې خبرې او چلند کړی و.

د همپشایر د پولیسو ویاند په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې دا تورونه د پورتسوود او بوویس په سیمو کې د درېیو جلا شکایتونو د څېړلو وروسته لګېدلي او متهم تر پېژندل کېدو وروسته تعقیب شوی دی.

د پولیسو د بیان له مخې، امیري همدارنګه د ۱۹۷۱ د کډوالۍ قانون له مخې د «بې اجازې برتانیې ته داخلېدو» په تور هم متهم شوی دی.

نوموړی د ساوت‌همپټن د «هایفیلد لین» اوسېدونکی دی؛ هغه سیمه چې تردې وړاندې د کډوالو د حضور او د مهاجرت ضد اعتراضونو له امله د خبرونو موضوع وه.