Uncategorized @ps روغتیا

په ۱۷ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیلېږي

File photo from polio vaccination campaign.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي چې نن دوشنبه به په ۱۷ ولایتونو کې د پولیو د مخنیوي واکسینېشن نوې دوره پیل شي.

وزرات وایي چې په دې لړ کې به له اوو میلیونو څخه ډېر هغه ماشومان واکسین شي چې عمر یې تر پنځو کلونو کم دی.

د وزارت ویاند، شرافت زمان، رسنیو ته په یوه غږیز پیغام کې ویلي چې دغه کمپاین به څلور ورځې دوام وکړي. نوموړي له ټولنیزو مشرانو او علماوو غوښتي چې د واکسین کوونکو ټیمونو سره مرسته او همکاري وکړي ترڅو تر پنځو کلونو کم عمره ټولوماشومان واکسین شي.

افغانستان او پاکستان تر اوسه هغه هېوادونه دي چې د پولیو ویروس پکې له منځه نه دی تللی، خو د دې ناروغۍ د رېښې ایستلو لپاره لا هم هڅې روانې دي.