د سعودي عربستان واکمن ولیعهد محمد بن سلمان به نن سه شنبه سپینې ماڼۍ ته ځي او د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره به د دفاع، امنیت، انرژۍ، ټکنالوژۍ او سوداګریزو اړیکو د پراخولو په اړه خبرې وکړي. دا سفر د ۲۰۱۸ کال له هغې پېښې وروسته د محمد بن سلمان لومړنی رسمي سفر امریکا ته دی چې په استانبول کې د جمال خاشقجي تر وژل کېدو نړیوال غبرګونونه راپورته کړل.
محمد بن سلمان، چې په نړیوال سیاست کې د ایم بي ایس په نوم پېژندل کېږي، د خاشقجي د وژنې امر ورکول رد کړي، خو د هېواد د عملي مشر په توګه یې «مسوولیت» منلی دی. اووه کاله وروسته، دواړه هېوادونه هڅه کوي خپلو اوږدمهالو امنیتي او اقتصادي اړیکو ته نوی بُعد ورکړي.
ولسمشر ټرمپ د سعودي هغه ۶۰۰ میلیارده ډالري پانګونې ته سترګې پر لار دی چې د مې میاشتې د سفر پر مهال ژمنه شوې وه. هغه د بشري حقونو په اړه د پوښتنو له مطرح کولو ډډه کړې وه او تمه کېږي چې دا ځل هم همدا دریځ وساتي.
سعودي مشرتابه په سیمه کې د کړکېچونو په ترڅ کې د امنیت تضمین غواړي او د مصنوعي ځیرکتیا ټکنالوژۍ او د ملکي اټومي پروګرام په تړاو د پرمختګ هڅه کوي. ټرمپ د دوشنبې په ورځ تایید کړه چې پلان لري ریاض ته د پرمختللو F-35 جنګي الوتکو د پلور اجازه ورکړي ـ هغه پرېکړه چې په منځني ختیځ کې د ځواک توازن بدلولی شي.
شنونکي وايي د خاشقجي قضیه «په سیاسي لحاظ نوې پاڼه اړولې» او دواړه هېوادونه هڅه کوي اړیکې عادي حالت ته ور وګرځوي. د دفاع په برخه کې بحثونه د سفر مهم محور بلل کېږي.
سعودي عربستان له اوږدې مودې راهیسې غواړي له امریکا سره داسې امنیتي تړون ولري چې د کانګرس له لوري تصویب شي، خو واشنګټن دا موضوع د اسرائیل او سعودي د اړیکو عادي کېدو پورې تړلې ده. ریاض بیا ټینګار کوي چې د اسرائیل په حکومت کې تر ټولو سخت دریځه کابینې باید د فلسطین د دولت جوړېدو تضمین ورکړي، خو د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو دا غوښتنه رد کړې ده.
شنونکي باور لري چې ټرمپ به احتمالاً د قطر د دفاعي تړون په څېر یو اجرائي فرمان صادر کړي چې د سعودي غوښتنې به پوره نه کړي، خو د دواړو خواوو ترمنځ به د نږدې کېدو یو «منځنی حل» وي.
سعودي عربستان د خپل اقتصادي بدلون د ویژن ۲۰۳۰ ستراتېژۍ له مخې د مصنوعي ځیرکتیا او اټومي انرژۍ په برخو کې هم له امریکا سره پراخې معاملې غواړي. ریاض د پرمختللو کمپیوټري چپونو ترلاسه کول حیاتي ګڼي څو د سیمې له نورو سیالانو، په ځانګړي ډول د متحده عربي اماراتو، سره سیالي وکړي.
محمـد بن سلمان همدارنګه غواړي له واشنګټن سره د ملکي اټومي انرژۍ په برخه کې یو رسمي تړون وکړي چې له مخې یې سعودي ته د امریکا د اټومي ټکنالوژۍ، امنیتي همکاریو او د انرژۍ د بېتیلو بدیلو سرچینو د پراختیا زمینه برابره شي. خو اختلافونه لا هم شته، ځکه چې امریکا نه غواړي ریاض ته د یورانیمو د غني کولو اجازه ورکړي، هغه پروسه چې پوځي کارونې ته هم لاره هوارولی شي.
د منځني ختیځ د چارو پخواني امریکايي مذاکره کوونکي ډینس راس ویلي چې ډېر احتمال لري د اټومي انرژۍ په اړه د پرمختګ یا یوې نوې موافقې اعلان وشي.
