منځنی ختیځ

د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه وايي په سویل لبنان کې پرې اسراییلي ځواکونو ډزې کړي

د ملګرو ملتونو د لنډمهاله سوله ساتو ځواکونو ماموریت وايي چې د اسراییلي پوځ سرتېرو د یکشنبې په ورځ د لبنان په سوېل کې د دوی پر سوله ساتو د ټانک ډزې کړې دي. د دغه ځواک په وینا، د اسراییلو له یوې پوځي پوستې څخه یو ټانک درنې ګولۍ وویشتې چې مرمۍ یې د سوله ساتونکو له ځایه شاوخوا پنځه متره لرې لګېدلې.

دغه ځواک وايي چې وروسته له هغې چې ټانک شاتګ وکړ، سوله ساتي وتوانېدل نيم ساعت وروسته له سیمې خوندي ووځي. خو د اسراییلو پوځ ادعا کړې چې د خرابې هوا له امله یې سوله ساتونکي د “مشکوکو کسانو” په توګه پیژندلي او یوازې د خبرداري ډزې یې کړې دي.

د ملګرو ملتونو ځواک دغه پېښه د امنیت شورا د ۱۷۰۱ پرېکړه لیک ښکاره سرغړونه بللې؛ هغه پرېکړه لیک چې په ۲۰۰۶ کال کې د اسراییلو او حزب‌الله جګړه پای ته ورسوله او د تېر کال د اوربند بنسټ یې هم جوړاوه. دغه ځواک زیاتوي چې دا لومړی ځل نه دی چې اسراییلي ځواکونه د دوی د سوله ساتونکو خوندیتوب له ګواښ سره مخ کوي او یو ځل بیا یې د هر ډول تېري د درولو غوښتنه کړې ده.