یوه تازه څېړنه چې د برلین د څېړنیز بنسټ «اینټل فوکس» له لوري د خلاصو سرچینو پر بنسټ ترسره شوې، د کندهار له څو هغو سیمو پرده پورته کړې چې سخت امنیتي ساتنه لري او ګومان کېږي د طالبانو د مشر د استوګنې، غونډو او عملیاتي مرکزونو په توګه ترې کار اخیستل کېږي.
په دې څېړنه کې د څلورو مهمو ځایونو یادونه شوې ده، چې پکې د مندیګک ماڼۍ، د اتل ماڼۍ، دغه راز کندهار لپاره د طالبانو د والي دفتراو یو نامعلوم امنیتي کمپلیکس شامل دي.
د څېړنې څرنګوالی
د راپور له مخې، دا څېړنه د سپوږمکۍ انځورونو، جغرافیایي موقعیتپېژندنې وسایلو (Geolocation) او د ځايي رسنیو راپورونو په مرسته ترسره شوې ده، او د طالبانو د مشر هبتالله اخندزاده د احتمالي تګراتګ لارې یې په څلورو اصلي سیمو کې څارلې دي.
د مندیګک ماڼۍ
په څېړنه کې راغلي، دا تاریخي ماڼۍ چې د ۱۹۹۰ لسیزې په دوران کې د طالبانو د بنسټګر ملا عمر دفتر و، اوس د طالبانو د لوړپوړو مشرانو د تګراتګ له مهمو ځایونو څخه ده.
د سپوږمکۍ انځورونه ښيي چې دا ځای په امنیتي لحاظ پیاوړی شوی، د لوړو ودانیو، د امنیتي پلټنو ګڼو پوستو او د حفاظتي دیوالونو درلودونکی دی.
د مندیګک ماڼۍ په ۲۰۱۸ کال کې د کندهار د پولیسو پخواني مشر جنرال عبدالرازق د وژنې پېښې ته څېرمه ده.
نامعلوم کمپلیکس
راپور زیاتوي، دا لوی کمپلیکس د کندهار په شمال ختیځ کې، د عینو مېنې سیمې ته نږدې موقعیت لري او شاوخوا ۱۴۰ زره متره مربع مساحت لري.
د دې ودانیز کارونه له ۲۰۲۱ کال وروسته پیل شوي او داسې ښکاري چې د اوږدمهاله استوګنې لپاره طرحه شوی وي.
د نظامي موټرو، د څار برجونو، کرنیزو فارمونو او د کلک امنیتي دروازو شتون ښيي چې دا ځای احتمالاً د طالبانو د مشر له استوګنځایونو څخه دی.
د اتل ماڼۍ
د څېړنې موندنې ښیې، دا امنیتي مېلمستون د کندهار د مډرنې سیمې عینو مېنې په زړه کې موقعیت لري او پخوا د جنرال عبدالرازق ملکیت و.
سپوږمکۍ وروستي انځورونه (د ۲۰۲۵ کال) ښيي چې د ماڼۍ شاوخوا نوي موانع جوړ شوي او لاسرسی ورته محدود شوی دی.
راپور زیاتوي، افغان-امریکایي تبعه محمود شاه حبیبي، چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې ورکه شوی، همدلته نیول شوی دی، خو طالبان دا ادعا ردوي.
د طالبانو د والي دفتر
د کندهار د ولایت ودانۍ هم د هغو ځایونو له ډلې ده چې د طالبانو له خوا په سخت امنیتي توګه ساتل کېږي.
د راپور له مخې، د طالبانو مشر هبتالله اخندزاده ځینې وختونه له دې دفتره لیدنې لري، خو دا لیدنې ډېرې نادري بلل شوي دي.
د ۲۰۲۴ سپټمبر را وروسته، د کندهار امنیتي تدابیر سخت شوي، وروسته له هغې چې د نړیوال جزایي محکمې (ICC) له لوري د طالبانو د مشرانو د نیولو د حکم د خپرېدو راپورونه خپاره شول، هغه حکمونه چې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو پر وړاندې د سرغړونو له امله صادر شوي دي.
ځانګړې امنیتي قطعې
د څېړنې له مخې، طالبانو د دغو امنیتي ګواښونو په ځواب کې یوه ځانګړې قطعه جوړه کړې چې «د امیرالمؤمنین ځانګړې قطعه نومېږي.» چې د دې قطعې دنده د طالبانو د مشر امنیت دی.
د راپور له مخې، دا قطعه له ۱۰۰ تر ۱۴۰ وسلهوالو پورې غړي لري، د امریکایي هاموي موټرو، درنو وسلو او پېژندنې تعقیبي موټرسایکلونو په وسایلو سمبال ده.
د دې امنیتي قطعې مشري د کندهار د پولیسو مشر عبدالواحد طالب کوي، او ډېری غړي یې د امریکایي M4 وسلو درلودونکي دي.
دوی ډېر وخت په ټویوټا هایلکس او لینډکروزر موټرو کې تګ راتک کوي.
د سپوږمکۍ انځورونو شننې ښيي چې د دې قطعې لږ تر لږه یو موټر د الوتکې ضد وسلې لري او نور وسایط د راکټلانچرونو او درنو وسلو سره مجهز دي.
دغه ځواک له موټرسایکلونو هم د ښاري سیمو په چټک حرکتونو کې ګټه اخلي.
د هبتالله احتمالي تګراتګ
د څېړنې له شننو څرګندیږي چې هبتالله اخندزاده په دوره یی توګه د دغو امنیتي کمپلیکسونو تر منځ تګراتګ کوي، خو د دقیق وخت او ځای د موجودو معلوماتو نشتوالي له امله د هغه د اوسېدو ځای په دقیقه توګه نهشي تاییدېدای.
همدارنګه احتمال ورکول کېږي چې نوموړی د جدي امنیتي ګواښونو پر مهال پټو یا ځمکې لاندې ځایونو ته انتقالېږي.
د څېړنې خپلواکي
د «اینتل فوکس» دا راپور د خلاصو معلوماتي سرچینو پر بنسټ، په بشپړه خپلواکه توګه او د رسمي بنسټونو له ملاتړ پرته چمتو شوی دی.
په راپور کې ویل شوي:
«د هبتالله اخندزاده د استوګنې د ځای مبهم حالت د طالبانو د داخلي امنیتي اندېښنو ژورتیا او د مرکز په توګه د کندهار د پرېکړو د دوام لرونکي رول څرګندوي.»
