د افغانستان د مویتای ملي لوبغاړو د اسلامي هېوادونو د پیوستون سیالیو کې بریاوې ترلاسه کړې.
محمد یوسف جهانګیر د ۷۵ کیلوګرامه وزن او حمیدالله سادات د ۸۰ کیلوګرام وزن لوبغاړي دي چې خپلو سیالانو ته یې ماتې ورکړې او د افغانستان د کاروان لومړي مډالونه یې حتمي کړل.
محمد یوسف جهانګیر، چې د افغانستان د مویتای لوبډلې کپتان او د ۷۵ کیلوګرام وزن لرونکی دی، خپل اندونیزیايي سیال ته په زړه پورې ماته ورکړه او د نیمهپایلوبې پړاو ته ورسید.. له دې بریا سره د هغه د برونزو مډال ترلاسه کول یقیني شول، خو نوموړی به نن پنجشنبه (د لړم ۲۲مه) د عربستان د استازي پر وړاندې د خپل مډال د لا یقیني کولو لپاره سیالۍ ته داخل شي.
جهانګیر، چې په ۲۰۱۹ کال کې د نړۍ د مویتای سیالیو د برونزو مډال ګټلی و، د دغو سیالیو لومړی پړاو ته د قرعې له مخې استراحت ورکړل شوی و او نېغ په نېغه د څلورم پړاو سیالیو ته تللی و.
په ورته وخت کې، د افغانستان بل مویتای لوبغاړی حمیدالله سادات د ۸۰ کیلوګرام وزن په څلورم پړاو کې خپل قزاقستانی سیال مات کړ. نوموړی به نن پایلوبې ته د رسېدو لپاره د ایران له استازي سره سیالۍ کوي.
په دې وزن کې اووه لوبغاړي ګډون لري، او که سادات نن بریا ترلاسه کړي، د فاینل پړاو ته به ولاړ شي؛ خو که یې سیالي وبایله، نو سبا جمعه (د لړم ۲۳مه) به د برونزي مډال د ترلاسه کولو لپاره سیالۍ ته ځي.
