ورزش

ننګرهار کې د بايسکل ځغلونې ملي ټاکنيزې سیالۍ د ۲۵ لوبغاړو په ټاکلو پای ته ورسېدې


په ننګرهار ولایت کې د افغانستان د المپیک او بدني روزنې ریاست تر چتر لاندې د بايسکل ځغلونې ملي فدراسیون له خوا د سرکوي سبک ملي ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې، چې په پایله کې یې ۲۵ لوبغاړي د ملي لوبډلې لپاره وټاکل شول.

په دغو سیالیو کې د هېواد له ۱۴ ولایتونو څخه ۵۵ لوبغاړو ګډون کړی و. سیالۍ په درې پړاوونو کې له کابل څخه تر ننګرهار، تورخم او ګمبېري پورې دوام وکړ.

د پایلو له مخې،

  • محمد شریف یعقوبي د کابل ولایت لوبغاړی لومړی مقام،
  • رحمت‌الله ځلاند د خوست ولایت دویم مقام،
    او نقیب‌الله طوطاخیل د کابل ولایت دریم مقام خپل کړ.

د سیالیو په وروستۍ ورځ د بايسکل ځغلونې ملي فدراسیون له لوري بریالیو لوبغاړو ته کپونه، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

چارواکي وايي، د دغو ټاکنیزو سیالیو موخه د بايسکل ځغلونې د ملي ټیم د غړو ټاکل او د هېواد د ورزشي ظرفیتونو پیاوړتیا ده.