نړۍ

د نړېوالو ترینګلتیاوو کمولو په موخه روسیې له امریکا سره د اټومي خبرو وړاندیز کړی


روسیې د سه‌شنبې په ورځ اعلان وکړ چې چمتو ده د امریکا له چارواکو سره د هغو تورونو په اړه خبرې وکړي چې واشنګټن پرې لګولي، چې ګواکې مسکو د ځمکې ‌لاندې پټې اټومي ازموینې ترسره کړې دي. دا اقدام د نړۍ د دوو سترو اټومي قدرتونو تر منځ د ترینګلتیا د کمولو په موخه شوی دی.

وروستیو اونیو کې روسیې خپل اټومي وړتیا لرونکي وسلو سیسټمونه وازمویل، خو روسیه هغه ادعا ردوي چې روسیې پټه اټومي چاودنه کړې ده.

ټرمپ تېر میاشت ویلي وو چې هغه به د روسیې او چین د پوځي تمرینونو په ځواب کې د امریکا د اټومي وسلو ازموینې بیا پیل کړي، خو مسکو او بېجینګ دواړو دغه تورونه رد کړي دي.

له ۱۹۹۰مو کلونو راهیسې نه روسیه، نه امریکا، او نه هم چین په ښکاره ډول د اټومي وسلې ازموینه کړې ده، که څه هم درې واړه هېوادونه د اټومي ازموینو د بشپړ بندیز تړون لاسلیک کړی خو لا تصویب شوی نه دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي:

“موږ چمتو یو له امریکایي ملګرو سره د هغوی د شکونو په اړه خبرې وکړو چې ګواکې موږ پټې ځمک‌لاندې ازموینې ترسره کړې دي.”

لاوروف زیاته کړه چې امریکا کولای شي د نړیوالو زلزله‌سنجي څار سیسټم له لارې دا تصدیق کړي چې روسیې اټومي سرګولوله ازمویلې ده که نه.

“هغه ازموینې چې فرعي بڼه لري او د زنځیري اټومي غبرګون سبب نه‌ګرځي، له هېڅ نړیوال بندیز سره په ټکر کې نه ده.”

د کرملېن ویاند دیمیتري پیسکوف وویل چې تر اوسه امریکا د خپلو تورونو په اړه هېڅ مشخص معلومات نه دي وړاندې کړي.

د سویډن د سولې د څېړنو انستیتوت د معلوماتو له مخې، روسیه او امریکا د نړۍ شاوخوا ۸۵ سلنه اټومي زېرمې لري، چې د دواړو هېوادونو د فعالو او زیرمه شوو سرګولولو شمېر نږدې ۸۰۰۰ ته رسېږي.

رسنیزو راپورونو ویلي چې د پوتین او ټرمپ ترمنځ د بوداپست پلان شوې غونډه له هغې وروسته لغوه شوه چې لاوروف د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره توده تلیفوني مکالمه وکړه. لاوروف دا خبره رد کړه او ویې ویل:

“موږ ښه، محترمانه خبرې وکړې، هېڅ لفظي شخړه نه وه.”

هغه ټینګار وکړ چې د اټومي ازموینو موضوع باید له بوداپست غونډې سره ګډه نه شي، او زیاته یې کړه چې مسکو لا هم د پوتین او ټرمپ ترمنځ د احتمالي لیدنې هرکلی کوي.