امنیت

خواجه آصف: که بریدونه دوام وکړي، اسلام‌اباد به د افغانستان دننه پوځي عملیات ترسره کړي

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف د ترهګریزو بریدونو له زیاتېدو وروسته خبرداری ورکړی چې اسلام‌اباد ښايي په افغانستان کې دننه پوځي عملیات ترسره کړي.

هغه د «جیو نیوز» سره په مرکه کې ویلي، د اسلام‌اباد او وزیرستان وروستیو بریدونو وروسته، له «پولو» هاخوا اقدام له امکانه خالي نه دی.

آصف ویلي، طالبان کولی شي په پاکستان کې د بریدونو مخه ونیسي، خو «د اسلام‌اباد برید له کابل یو څرګند پیغام و.»

هغه ټینګار کړی:

«پاکستان به هېڅکله جګړه پیل نه کړي، خو هېڅ برید بې‌ځوابه نه پرېږدي او د ترهګرۍ پر وړاندې به په قاطع ډول غبرګون وښيي.»

آصف د طالبانو لخوا د دې بریدونو غندنه نمایشي بللې او ویلي یې دي چې هغوی د پناه ورکړو ډلې بیا بیا د پاکستان خاورې ته ننوتي.

د چارواکو په وینا، له ۲۰۲۱ کال راوروسته د طالبانو له واکمنېدو وروسته، په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو شمېر په خيبرپښتونخوا او بلوچستان کې په بې‌ساري ډول زیات شوی دی.