امنیت سویلي آسیا

د پاکستان د دفاع وزیر اسلام اباد کې نننۍ چاودنه «د کابل پیغام» و

خواجه آصف، د پاکستان دفاع وزیر

د پاکستان د دفاع وزیر د اسلام اباد نننۍ چاودنې په تړاو طالبانو ته په اشاره:

دا پېښه د «ټول پاکستان لپاره د جګړې زنګ» او «د کابل له لوري يو څرګند پيغام» دی.

خواجه آصف دغه څرګندونې نن (سې شنبه) په خپل اکس «پخواني ټویټر» پیغام کې لیکلي دي.

نوموړي ویلي:

«نننۍ چاودنه يو زنګ دی، دا د ټول پاکستان جګړه ده. له کابل څخه راغلی پيغام بايد جدي وګڼل شي. نور دا تمه لرل چې له طالبانو سره خبرې به بريالۍ شي، يو ډېر خوش‌بینانه فکر دی.»

د خواجه آصف په وينا، د اسلام‌اباد پېښه بايد د هېواد د امنيتي ادارو لپاره د خطر نښه وګڼل شي او د ترهګرۍ پر ضد د ګډ، پرېکنده او ملي اقدام وخت رارسېدلی دی.

«د خواجه آصف په وینا «موږ د جګړې په حالت کې يو. که څوک فکر کوي چې د پاکستان پوځ يوازې له افغانستان سره د پاکستان نږدې سيمو يا د بلوچستان په لرې پرتو برخو کې جګړه کوي، نننۍ چاودنه بايد د يو زنګ په توګه واورېدل شي. دا جګړه د ټول پاکستان جګړه ده.»


هغه زياته کړه چې پوځ هره ورځ قربانۍ ورکوي څو خلکو ته د امن احساس ورکړي، خو اوس دا جګړه تر پلازمېنې اسلام‌اباد پورې رسېدلې ده.


آصف وويل:
«طالبان د دې توان لري چې په پاکستان کې د ترهګريزو بريدونو مخه ونيسي، خو دا بريد يو ښکاره پيغام دی چې له کابل څخه راغلی او پاکستان د دې پيغام د قاطع ځواب توان لري.»


د طالبانو او پاکستان تر منځ د تېرې مياشتې په اوږدو کې د اته ورځو نښتو وروسته درې پړاوه خبرې شوې دي.


د وروستيو دوو پړاوونو کوربه توب استانبول کړی و، خو دواړه لوري بې‌پايلي بېرته ستانه شوي دي.


د راپورونو له مخې، د پاکستان اساسي غوښتنه دا ده چې طالبان دې د تحريک طالبان پاکستان (TTP) د فعاليتونو مخه د افغانستان له خاورې ونيسي، خو طالبان دا يو د پاکستان کورنی مسئله بولي.


سره له دې چې طالبان د TTP د شتون انکار کوي، د ملګرو ملتونو د څار ډلې د سپتمبر په راپور کې ويلي وو چې دغه ډله نږدې ۶۰۰۰ جنګيالي په افغانستان کې لري.

د اسلام‌اباد نننۍ چاودنه يوه ورځ وروسته له هغې رامنځته شوې چې د هند په پلازمېنه ډیلي کې د لعل قلعه سره چاودنه کې هم لږ تر لږه ۱۲ تنه وژل شوي وو.


طالبانو پرون د دهلي د پېښې غندنه کړې وه او هغه يې «د خواشينۍ وړ» بللې وه.