د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د غوراوي کمېټې مشر اسدالله خان د اسټرالیا د کرېکټ بورډ پرېکړه چې له افغانستان سره یې د دوه اړخیزو سیالیو اړیکې پرې کړي، یو «سیاسي او تاواني اقدام» بللی دی.
اسټرالیا د طالبانو لهخوا د ښځو د سپورټ پر فعالیتونو د محدودیتونو له امله له افغانستان سره د لوبو ترسره کولو پرېکړه ځنډولې ده.
د ۲۰۲۳ کال په مارچ میاشت کې، د اسټرالیا کرېکټ بورډ د خپل حکومت له سلا وروسته د درې شل اوریزو سیالیو له لړۍ څخه په شا شو، چې له دې وړاندې یې د ورته دلایلو له امله د یو ورځنیو لوبو لړۍ هم لغوه کړې وه. له هغه را وروسته دواړه هېوادونه یوازې د نړیوالو سیالیو، لکه د کرېکټ نړیوال جام او شل اوریز نړیوالو مسابقو، په ترڅ کې یو له بل سره لوبې کړي، خو هېڅ دوه اړخیزه لړۍ نه ده ترسره شوې.
اسدالله خان په خپلو څرګندونو کې ویلي، د افغانستان د کرېکټ پرمختګ د سخت کار، هڅو او وړتیا پایله ده، نه د کومې خواخوږۍ. هغه وویل: «موږ د کرېکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب د کوم خیراتي کار له لارې نه دی ترلاسه کړی، بلکې د خپلو لاسته راوړنو او باور له مخې مو ګټلی دی. زموږ د سپن بالرانو برید د نړۍ له غوره بریدونو څخه دی او زموږ د بریا فیصده هم لوړه ده.»
هغه ومنله چې د ښځو کرېکټ په افغانستان کې اوس فعال نه دی، خو ټینګار یې وکړ چې د انزوا پالیسي به ستونزې نهحلوي، بلکې د نارینهوو کرېکټ ته به هم زیان ورسوي.
اسدالله زیاته کړه:
«په افغانستان کې لا هم ځینې فرهنګي محدودیتونه شته او د بدلون منل وخت ته اړتیا لري. خو دا چې اسټرالیا او نور هېوادونه زموږ سره د لوبو نهکول غوره کوي، دا نه یوازې د ښځو، بلکې د نارینهوو کرېکټ ته هم ضرر رسوي.»
هغه د هندوستان له کرېکټ بورډ مننه وکړه چې د افغانستان د لوبغاړو او کرېکټ د پرمختګ په برخه کې یې همکاري روانه ساتلې ده.
هغه وویل:
«د ښځو کرېکټ ټیم مو په وروستیو کلونو کې لوبې نه دي کړي، دا به وخت ونیسي، خو دا چې ځینې بورډونه کرېکټ له سیاست سره تړي، دا د سپورټ د اصلي روحیې خلاف ده. کرېکټ د ښاغلیو لوبه ده، نه د سیاست وسیله.»
اسدالله خان ټینګار وکړ چې د افغانستان شتون په نړیوال کرېکټ کې د زحمت، وړتیا او زغم نښه ده او نړیوالې ټولنې ته ښيي چې افغان لوبغاړي د هر ډول شرایطو باوجود کولی شي سیالي وکړي او بریاوې تر لاسه کړي.
