د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي، هغه ۴۹ ماشومان چې د سختو سوځېدنو او د هډوکو د ناروغیو له امله جرمني ته د درملنې لپاره استول شوي وو، تر بشپړې درملنې وروسته بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. همدارنګه ۷۵ نور ماشومان د ځانګړې درملنې لپاره جرمني ته لېږل شوي دي.
د سولې کلیوال مرکز(پیس ویلېج انټرنېشنل) استازي، یان یسن، د ماشومانو د درملنې بهیر تشریح کړ او ډاډ یې ورکړ چې لېږل شوي ناروغان به د پرمختللو روغتیایي معیارونو له مخې درملنه ترلاسه کړي.
د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د یادو ماشومانو د ستنېدو او لېږلو په مناسبت جوړو شوو مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې مشر، شهابالدین دلاور، دا اقدام یو بشردوستانه ګام وباله او د هغو ماشومانو د روغتیا او بېرته راتګ له امله خوښي څرګنده کړه.
په دغو مراسمو کې، روغ شوو ماشومانو ته د ملاتړ په توګه نغدي مرسته او اړین درمل ورکړل شول.
د افغاني سرې میاشتې د معلوماتو له مخې، د یادې ادارې او د سولې کلیوالي مرکز تر منځ د ۱۳۶۸ لمریز کال د همکارۍ له هوکړې وروسته، هر کال دوه ځله د افغانستان هغه ماشومان چې د ژورو سوځېدنو یا د هډوکو د ناروغیو له ستونزو سره مخ وي، د درملنې لپاره جرمني ته استول کېږي.
