سوداګري

د افغانستان او ایران تر منځ د سوداګرۍ کچه له ۳.۲ میلیارده ډالرو لوړه شوې ده

د ایران د تسنیم خبري آژانس د راپور له مخې، د افغانستان او ایران تر منځ د سوداګریزې راکړې ورکړې کچه له ۳.۲ میلیارده ډالرو اوښتی دی.

دغه آژانس د چهارشنبې په ورځ د دوغارون سرحدي ګمرک د رییس سید حسن رحیمي‌زاده له قوله لیکلي چې د روان لمریز کال له پیل څخه تر دې دمه له دې لارې څه باندې ۴۷۰ زره ټنه توکي افغانستان ته صادر شوي دي، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۹ سلنه زیاتوالی ښيي.

د رحیمي‌زاده په وینا، د روان کال د صادراتو مالي ارزښت له ۲۰۰ میلیونه ډالرو څخه زیات اټکل شوی دی.

افغانستان ته د ایران د صادراتو مهم توکو کې ودانیز مواد، نفتي محصولات، پتروشیمي مواد، مېوې او خوراکي توکي شامل دي.

هغه زیاته کړه چې هره ورځ له دې پولې څخه تر څلور زره کسانو پورې تګ‌راتګ کوي، او په کال کې له یو میلیونه څخه زیات مسافر د قانوني اسنادو له لارې د دواړو هېوادونو تر منځ تردد کوي.

د دوغارون پوله د ایران د ختیځ په تایباد ښار کې موقعیت لري، چې له دغه ښار څخه شاوخوا ۱۸ کیلومتره واټن لري.

دا سرحد د ایران له جنوبي بندرونو، په ځانګړي ډول له بندر عباس څخه، د افغانستان پر لور د سوداګریزو توکو د لیږد او رالیږد یو له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي.