د تاجکستان «آسیا پلس» رسنۍ د شنبې په ورځ، یوه مقاله کې لیکلي چې د مرکزي آسیا هېوادونه به په راتلونکو کلونو کې له یو لړ امنیتي، اقلیمي او ټولنیزو ګواښونو سره مخامخ شي.
د راپور له مخې، تر ټولو جدي ګواښ د هغو توندلارو ډلو د فعالیت پراخېدل دي چې په افغانستان کې مېشتې دي، په ځانګړي ډول طالبان او نورې تندلارې ډلې، چې د سیمې امنیت له ستونزو سره مخ کولای شي.
دا اندېښنې وروسته له هغې زیاتې شوې چې د افغانستان جمهوري نظام نسکور او طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې بیا واک ته ورسېدل.
په راپور کې راغلي، له طالبانو د واکمنېدو وروسته د منځنۍ آسیا هېوادونو، په ځانګړي ډول تاجکستان، هڅه وکړه د کابل له نوې ادارې سره اړیکې ټینګې کړي، څو د سخت دریځۍ د خپرېدو او د ترهګرو ډلو د نفوذ خطر راکم کړي. خو سره له دې، د «داعش»، «القاعده»، «اسلامي جهاد اتحاد» او «کتیبې امام بخاري» په څېر ډلو شتون لا هم د دغو هېوادونو لپاره د اصلي ګواښ سرچینه ګڼل کېږي.
راپور زیاتوي چې د دغو ډلو ډېری غړي د سوریې او عراق د جګړو تجربه لري او اوس یې تمرکز د افغانستان پر هغو سیمو کړی چې د مرکزي آسیا له هېوادونو سره پوله لري او په دې کې په ځانګړې توګه د تاجکستان په پوله کې په وروستیو کلونو کې د امنیتي پېښو شمېر زیات شوی دی.
کارپوهانو «آسیا پلس» ته ویلي چې د سیمهییزو هېوادونو د سختو امنیتي تدابیرو له امله، د داعش «خراسان ولایت» څانګه او نورې افراطي ډلې هڅه کوي د نوې ټکنالوژۍ او مجازي فضا له لارې «پټې ډلې» جوړې کړي او نوی ملاتړي راجلب کړي.
آسیا پلس« لیکي، طالبان دا مهال د مرکزي آسیا هېوادونو لپاره د پوځي ګواښ په توګه نه شمېرل کېږي، خو د افغانستان له خاورې د ترهګرو ډلو له حضور څخه د سیاسي او دیپلماتیک فشار د وسیلې په توګه کار اخلي، څو له ګاونډیو هېوادونو سره خپلې اړیکې نږدې کړي».
په راپور کې همداراز راغلي چې د ډېرو ترهګرو ډلو مالي او لوژستیکي ملاتړ له افغانستان څخه بهر تأمین کېږي او ځینې استخباراتي کړۍ یې د خپلو جیوپولیټیکي موخو د پلي کولو لپاره کاروي.
آسیا پلس د اقلیمي ستونزو یادونه هم کړې ده او لیکي چې وچکالي، د اوبو د سرچینو کمښت او د اقلیم بدلون اغېزې کولای شي د منځنۍ آسیا هېوادونو اقتصادي او ټولنیزې ستونزې لا پسې زیاتې کړي او د کورني توندلارۍ د ودې زمینه برابره کړي.
راپور په پای کې ټینګار کړی چې د ترهګرۍ د ګواښونو او اقلیمي بحرانونو د مخنیوي یوازینۍ لاره د سیمهییزې همکارۍ او د مرکزي آسیا هېوادونو ترمنځ د امنیتي همغږۍ پیاوړتیا ده.
