روغتیا

بادغېس کې د ښځو د زیږون چارې د روزل شوو نرسانو پر ځای د دودیزو دایو لخوا ترسره کېږي

په بادغیس ولایت کې ښځې د روغتیایي خدمتونه د نشتوالي له امله له جدي ستونزو سره مخ دي. د دغه ولایت یو شمېر محلي دایې وايي، د مسلکي نرسانو د نشتوالي له امله دوی د ښځو د زیږون چارې په دودیز ډول پر مخ وړي.

یوه دایه، چې نه مسلکي روزنه لري او نه هم له طبي وسایلو سره لازمه بلدتیا لري، د اړتیا له مخې د قابلو پر ځای کار کوي او د زیږون پر مهال له خطرناکو حالاتو سره لاس‌وګریوان کېږي.

ګل بي بي، چې ۵۰ کاله عمر لري او له لیک او لوست بې‌برخې ده، وایي: «موږ هېڅ ډول امکانات نه‌لرو. که ښځه د زېږون پر مهال د وینې کموالي ستونزه ولري، موږ هېڅ مرسته نه‌شو کولی، ځکه نه دارو لرو او نه طبي وسایل.»

د خدیجې په نوم بله سیمه‌ییزه دایه هم وايي، د مسلکي تجربې او وسایلو د نشتوالي له امله کله ناکله د میندو او ماشومانو د مړینې شاهدې کېږي. «کله داسې پېښې رامنځته کېږي چې ښځه د زېږون پر مهال مړه شي. موږ ډېرې هڅې کوو، خو ډېر ځله بې‌نتیجې پاتې کېږو.»

د بالا مرغاب ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکې ښځې هم د درملو، ډاکترانو او روغتیایي مرکزونو د نشتوالي شکایت لري. انارګل، د دې ولسوالۍ یوه اوسېدونکې، وايي: «پخوا کلینیکونه فعال وو، ډاکتران او قابله‌ګانو به موږ ته خدمت کولو، خو اوس هېڅ نه‌شته، زموږ ماشومان ټول ناروغ دي.»

وروسته له هغه چې د امریکا متحده ایالاتو روغتیایي مرستې پرې شوې، په افغانستان کې سلګونه دایمي او موقتي روغتیایي مرکزونه تړل شوي او میلیونونه کسان له درملنې بې‌برخې پاتې شوي دي.

د بادغیس ښځې وايي، د روغتیایي مرکزونو د نشتوالي له امله دوی اړې دي د دودیزو دایو مرستې وغواړي، چې دا کار د میندو او ماشومانو ژوند له جدي خطر سره مخ کوي.