د روسیې چارواکو ویلي، د هېواد هوايي دفاعي ځواکونو یې د یکشنبې په شپه ۳۴ اوکرایني بېپیلوټه الوتکې (ډرونونه) نسکورې کړي چې د پلازمېنې مسکو په لور روانې وې. د دغو بریدونو له امله د ښار دوه هوايي ډګرونه هم لنډ مهال وتړل شول.
د مسکو ښاروال، سرګي سوبیانین، په ټیلیګرام کې لیکلي چې دا ډرونونه د مسکو د وخت له مخې د یکشنبې له ماښامه نیولې د شپې تر څلورو بجو پورې، د شاوخوا شپږ ساعتونو په موده کې وویشتل شول.
د روسیې د هوايي چلند فدرالي ادارې ویلي، د دومودېدوفو او ژوکوسکي هوايي ډګرونه د خونديتوب له امله د دوه نیمو ساعتونو لپاره وتړل شول.
سیمهییز والي دیمیتري میلیایېف ویلي، په «توله» سیمه کې، چې د مسکو له شمال سره پوله لري، یوازې هلته ۲۴ ډرونونه نسکور شوي دي.
تر اوسه د احتمالي زیانونو یا تلفاتو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي. روسیې عموماً د اوکرایني بریدونو د تلفاتو بشپړ جزئیات نه افشا کوي، تر هغو چې ملکي تأسیسات پکې ښکېل نه وي.
اوکراین تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې، خو مخکې یې ویلي چې دا ډول بریدونه د هغو تاسیساتو پر ضد ترسره کوي چې د روسیې د جګړې د ماشین لپاره حیاتي اهمیت لري.
دواړه هېوادونه ادعا کوي چې د ملکي کسانو د هدف ګرځولو څخه ډډه کوي.
