د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، له کومې ورځې چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي، د سخت څار، سانسور او د رسنیزو کارکوونکو د مجازاتو له لارې یې د هېواد ازادې رسنۍ عملاً له منځه وړي دي.
په دې تازه راپور کې ویل شوي، طالبان لا هم هغه محدود شمېر رسنۍ چې په هېواد کې پاتې دي، تر خپل مستقیم کنټرول او سانسور لاندې ساتي او خبریالان د هر ډول احتمالي نیوکې په خاطر مجازات کوي.
راپور زیاتوي، هغه افغان خبریالان چې د طالبانو له تعقیب او ګواښونو څخه وتلي او اوس په جلاوطنۍ کې ژوند کوي، د اجباري بېرته ستنېدو له ګواښ سره مخ دي، په داسې حال کې چې هغوی د طالبانو له احتمالي انتقام څخه وېره لري.
د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، د طالبانو لهخوا د رسنیو د ازادۍ پر وړاندې د فشارونو په زیاتېدو سره، په افغانستان کې د خپلواکو رسنیو اړتیا لا ډېره شوې ده. د دغه سازمان لهخوا مرکه شوي خبریالانو د هېواد دننه له سختو شرایطو او په جلاوطنۍ کې له زیاتېدونکو ستونزو شکایت کړی دی.
راپور ټینګار کوي، طالبان باید د خبریالانو «بېبنسټه نیونې، شکنجه، فزیکي بدرفتاري، د ښځینه خبریالانو پر وړاندې توپیر کوونکې چلند او سانسور» ژر تر ژره بند کړي.
سازمان له هغو هېوادونو هم غوښتنه کړې چې افغان خبریالان پکې په جلاوطنۍ کې ژوند کوي، څو د هغوی د اجباري ستنېدو مخه ونیسي.
د راپور له مخې، د طالبانو د واکمنۍ په څلور کلونو کې د بیان او رسنیو ازادي په بېسارې توګه راټیټه شوې ده. د طالبانو استخبارات د ټولو رسنیو خپرونې څاري، او د امر بالمعروف مامورین د کارکوونکو د لباس او سلوک پر کنټرول ټینګار کوي.
د بشري حقونو د څار بنسټ زیاتوي، د طالبانو سیمهییز چارواکي قوانین په خپل سر تفسیر او پلي کوي، چې له امله یې په بېلابېلو ولایتونو کې د سانسور کچه فرق کوي.
دغه سازمان همدارنګه لیکلي، د طالبانو د سختو محدودیتونو له امله د ښځینه خبریالانو شمېر په هېواد کې په څرګند ډول کم شوی دی.
راپور د ۲۰۲۵ کال د اګست میاشتې د څېړنو پر بنسټ جوړ شوی، چې په ترڅ کې یې له ۱۸ خبریالانو په افغانستان کې او له ۱۳ نورو هغو چې په ترکیه، اروپا او امریکا کې مېشت دي، مرکې شوې دي. د دوی څرګندونې ښيي چې افغان خبریالان اوس د سانسور، بېکارۍ، او د خوندي راتلونکي د نشتون له جدي ستونزو سره مخ دي.
