منځنی ختیځ

اسرائیل وایي په غزه کې اوربند بېرته پېل شو

د اسرائيل پوځ اعلان کړی چې په غزه کې اوربند بېرته پيل شوی دی. دا اعلان وروسته له هغې کېږي، چې د حماس په بریدونو کې دوه اسرائيلي سرتېري ووژل شول او د اسرائيلو هوايي حملو لږ تر لږه ۲۶ فلسطينيان ووژل. دغه پېښه د روانې مياشتې د امريکا په منځګړيتوب د شوي اوربند تر ټولو ستره ازموينه بلل کېږي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، هغه اوربند چې د واشنګټن په منځګړيتوب رامنځته شوی، لا هم پر خپل حال دی. نوموړي زياته کړه، امريکا باور لري چې د حماس مشرتابه ښايي د اوربند په ماتېدو کې لاس ونه لري، خو دا سرغړونې به “په کلکه او په سمه توګه” وڅېړل شي.

د اسرائيلي امنيتي سرچينو په وينا، د امريکا له فشار وروسته به د دوشنبې له ورځې د غزې لپاره د مرستو لېږد بېرته پيل شي. دا پرېکړه له هغه وروسته وشوه چې اسرائيل د اوربند د “روښانې سرغړونې” په تور د مرستو انتقال بند کړی و.

د اسرائيلي پوځ په وينا، د حماس جنګيالو د ټانک ضد توغندي په ډزو دوه سرتېري ووژل او پر اسرائيلي ځواکونو یې برید وکړ. پوځ وايي، دوی بيا د حماس پر پوځي هدفونو، د وسلو زېرمو او يو تونل باندې پراخ هوايي بريدونه وکړل.

د غزې د روغتيايي چارواکو او عيني شاهدانو په وينا، دغو بريدونو لږ تر لږه ۲۶ کسان وژلي، چې يو ماشوم او يوه ښځه هم پکې شامل دي. د نُصيرت په سيمه کې يو پخوانی ښوونځی هم په نښه شوی، چې بې‌ځايه شويو خلکو ته پکې پناه ورکړل شوې وه.

ولسمشر ټرمپ د الوتکې له دننه خبریالانو ته وويل، لا نه شي ويلی چې اسرائيلي بريدونه موجه وو که نه. ده زياته کړه، ښايي د حماس ځينې غړي د خپلې مشرتابه له اجازې پرته عمل کړی وي.

د حماس وسله‌والې څانګې ويلي، دوی د اوربند تړون ته ژمن دي او له مارچ راپدېخوا د رفح سيمې له ډلو سره هېڅ تماس نه لري.

د امريکا مرستيال ولسمشر جې ډي وینس بيا وويل، حماس اوس شاوخوا ۴۰ بېلابېلې ډلې لري، او لا داسې امنيتي جوړښت نه شته چې د دوی وسلې بشپړې وسپاري. ده زياته کړه: “تر هغو چې د حماس وسلې بشپړې نه وي سپارل شوې، بايد د خليج ځينې عرب هېوادونه د امنيت ساتنې او ثبات د ټينګښت لپاره عملي رول ولوبوي.”

د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو هم ويلي، پوځ ته يې امر کړی چې د حماس د هرې سرغړونې په وړاندې کلک غبرګون وښيي.

په همدې مهال، د رفح د سرحدي تګلوري د پرانستلو پر سر هم شخړه روانه ده. اسرائيل وايي، دا پوله به تر هغو نه پرانيزي څو حماس د اوربند ژمنې عملي نه کړي.

اسرائيل ادعا کوي، حماس د مړو يرغمل شويو کسانو د جسدونو د سپارلو په برخه کې ځنډ کوي. حماس تېره اوونۍ ټول ۲۰ ژوندي يرغمل شوي کسان خوشې کړي، خو د ۲۸ مړو له ډلې یوازې ۱۲ جسدونه یې سپارلي دي.

حماس وايي، د پاتې جسدونو د موندلو لپاره ځانګړو وسايلو ته اړتيا ده او دوی د هغو د ساتلو هېڅ لېوالتيا نه لري.

د اوربند له مخې، بايد بشري مرستې زياتې شي، ځکه د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په غزه کې په سلګونو زره خلک د لوږې له سخت ګواښ سره مخ دي. سره له دې، د رفح پوله له ۲۰۲۴ کال راهيسې تړلې پاتې ده.

که څه هم د مرستو يو بل دهلېز د اوربند له اعلان وروسته تر ډېره فعاله پاتې و، خو د ملګرو ملتونو په وينا، لا هم د غزې خلکو ته د مرستو زيات بهير ته اړتيا ده.

کارپوهان وايي، د اوږدمهاله سولې لپاره لا هم ډېر خنډونه موجود دي، ځکه د حماس د وسلو سپارنه، د غزې راتلونکی حکومت، د نړيوالې “ثباتي ځواک” جوړښت، او د فلسطيني دولت د جوړېدو مسئله لا تر اوسه روښانه شوې نه ده.