د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې، د نیمهپوځي ځواکونو د مرکز مخې ته ځانمرګي برید لږ تر لږه لس تنه وژلي دي. د راپورنو له مخې له برید وروسته وسلهواله نښته هم رامنځته شوې ده.
د بلوچستان ایالت اعلی وزیر سرفراز بګټي په تلویزیوني څرګندونو کې وویل، برید کوونکی د یوې پیکاپ موټر په وسیله ځانمرګی برید ترسره کړ او ورپسې څو وسلهوال مرکز ته دننه ننوتل چې له ځواکونو سره یې نښته وکړه. د هغه په وینا، امنیتي ځواکونو څلور نور بریدګر ووژل.
د ایالت د روغتیا وزیر بخت کاکړ رسنیو ته ویلي، په پېښه کې لس کسان چې ملکیان او عسکر پکې شامل دي وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان دي. هغه زیاته کړه، د وژل شویو سرتېرو کره شمېر تر اوسه نه دی معلوم.
کوټه د بلوچستان مرکز دی، هغه ایالت چې له افغانستان او ایران سره نږدې پروت دی او د طبیعي زیرمو له امله مهم ګڼل کېږي. په همدې سیمه کې د چین په پانګونه د ګوادر بندر هم جوړ شوی چې د چین ـ پاکستان د اقتصادي دهلېز مهمه برخه ده.
په بلوچستان کې بېلتونپال وسلهوال فعالیت لري چې په وروستیو میاشتو کې یې بریدونه زیات کړي دي. تر اوسه کومې ډلې د دې ځانمرګي برید مسؤولیت نه دی منلی.
بېلتونپال وسلهوال زیاتره د پاکستان پر امنیتي ځواکونو او د چین پر وګړو یا پروژو بریدونه کوي او وایي چې د سیمې د طبیعي زیرمو په عایداتو کې خپل حق غواړي.
اسلاماباد ادعا کوي چې دغه وسلوالې ډله د هند په ملاتړ د سیمې ناامني زیاتوي، څو د پاکستان د کانونو او منرالو د پانګونې پروژې زیانمنې کړي، خو نوي ډیلي دغه تورونه رد کړي دي.
