د خلیج همکاریو شورا، ګډې دفاعي ډلې د پنجشنبې په ورځ په دوحه کې بېړنۍ ناسته وکړه، چې پکې یې په قطر د اسرائیلو برید په کلکو ټکو وغنده او دا یې د حاکمیت او نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه وبلله.
شورا دا برید یو خطرناک پرمختګ وباله او ویې ویل چې دا عمل نه یوازې پر قطر، بلکې د ټولو خلیجي هېوادونو پر ضد برید ګڼل کېږي. دوی وویل چې د قطر پر حاکمیت هر ډول تېری، د شورا د ټولو غړو هېوادونو د حاکمیت خلاف ګڼل کېږي او دا ډول کړنې د سیمې ثبات له جدي ګواښ سره مخ کوي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د اسرائیلو دا تېری نه یوازې نړیوال قوانین تر پښو لاندې کوي، بلکې د قطر هغه ډیپلوماټیکې هڅې هم له ستونزو سره مخ کوي، چې هدف یې د غزې په تړاو د اوربند ټینګېدل او د بندیانو تبادله ده.
د غونډې په پای کې، شورا د ګډ دفاعي سیستم د پیاوړتیا لپاره یو لړ عملي اقدامات تصویب کړل. د دغو اقداماتو له مخې به د متحدو ځواکونو تر چتر لاندې د استخباراتي معلوماتو تبادله نوره هم پراخه شي، د هوايي وضعیت د څارنې مرکزونه به د خلیجي هېوادونو ترمنځ همغږي شي، او د بالستیک توغندیو د خبرداري سیستم به نور هم چټک او اغېزناک شي.
همداراز، د ګډو دفاعي پلانونو ارزونه به له سره ترسره شي او د راتلونکو درې میاشتو په ترڅ کې به ګډ هوايي دفاعي تمرینونه وشي، چې ورپسې به یو ژوندی پوځي تمرین هم تر سره شي.
د غونډې مشري د قطر د دفاع وزیر او د صدراعظم مرستیال، شیخ سعود بن عبدالرحمن بن حسن الثاني کوله. پدې غونډه کې د خلیج د همکاریو شورا د ټولو شپږو غړو هېوادونو دفاع وزیرانو او لوړپوړو استازو، او همداراز د شورا عمومي منشي جاسم محمد البدیوي ګډون کړی و.
شورا یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د خلیجي هېوادونو امنیت نهشي جلا کېدای، او ژمنه یې وکړه چې په ټولو پوځي او استخباراتي برخو کې به خپلمنځي همغږي لا پسې پیاوړې کړي، څو د هر ډول بهرني ګواښ پر وړاندې په ګډه او مؤثر ډول غبرګون وښيي او د سیمې امنیت خوندي وساتي.
