بریټانیا، کاناډا، اسټرالیا او پرتګال د یکشنبې په ورځ فلسطین د دولت په توګه په رسمیت وپېژندلو، چې دا پرېکړه د غزې جګړې پر سر د خپګان له امله او د دوه دولتونو د حل د هڅو په موخه وشوه. دغه اقدام د اسرائیل له سخت غبرګون سره مخ شو.
دغه څلور هېوادونه چې په دودیز ډول د اسرائیل نږدې متحدین ګڼل کېږي، اوس د هغو له ۱۴۰ څخه زیاتو هېوادونو سره یوځای شول چې د فلسطینیانو د خپلواک دولت غوښتنې ملاتړ کوي. د بریټانیا پرېکړه په ځانګړې توګه تاریخي ارزښت لري، ځکه دغه هېواد د دویمې نړیوالې جګړې وروسته د معاصر اسرائیل په جوړېدو کې مهم رول لوبولی و.
د بریټانیا لومړي وزیر کیر سټارمر په اعلامیه کې وویل: «نن د دې لپاره چې د فلسطینیانو او اسرائیلیانو د سولې هیله بېرته راژوندۍ کړو، بریټانیا په رسمي ډول د فلسطین دولت په رسمیت پېژني. د غزې بشري ناورین له هرې زغمېدونکې کچې اوښتی دی.»
تمه ده چې فرانسه او نور هېوادونه هم د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې پر مهال ورته ګام پورته کړي.
خو د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دغه پرېکړه په کلکه وغندله او ویې ویل: «هغه مشران چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر د اوومې ترهګریز برید وروسته فلسطین د دولت په توګه پېژني، ترهګرۍ ته ستر انعام ورکوي. دا به هېڅکله ونه شي، د اردن سیند دې غاړه فلسطیني دولت نه جوړېږي.»
د اسرائیلي شمېرو له مخې د حماس پر مشرۍ برید کې ۱۲۰۰ تنه ووژل شول او ۲۵۱ نور وتښتول شول. له هغې وروسته د اسرائیل پوځي عملیاتو په غزه کې د ځایي چارواکو په وینا تر ۶۵ زرو ډېر فلسطینیان وژلي، چې ډیری یې ملکي وګړي دي. جګړې قحطي خپره کړې او ډېری ودانۍ یې نړېولې دي.
فلسطینیانو دغه پرېکړه د هر انسان اخلاقي وجیبه وبلله. د فلسطین ولسمشر محمود عباس وویل، دا کار به د دوو دولتونو تر څنګ ژوند ته لاره هواره کړي. حماس یې هم هرکلی وکړ خو ټینګار یې وکړ چې دا باید له عملي اقداماتو سره مل وي ترڅو جګړه بنده او د لوېدیځې غاړې د نیولو مخه ونیول شي.
د کاناډا صدراعظم مارک کارني اعلان وکړ چې دا پرېکړه به د سوله ییز ګډ ژوند پلویان پیاوړي کړي، خو زیاته یې کړه چې «دا په هېڅ توګه ترهګرۍ ته مشروعیت نه ورکوي.» د پرتګال د بهرنیو چارو وزیر پاولو رنګل وویل، «دوه دولتونه یوازینۍ عادلانه او دوامداره حل لاره ده، اوربند بېړنۍ اړتیا ده.»
واشنګټن تر اوسه د خپلو درې متحدینو پرېکړو په اړه څرګندونه نه ده کړې، خو ولسمشر ډونلډ ټرمپ مخکې څرګنده کړې وه چې د فلسطین د دولت په رسمیت پېژندلو مخالف دی.
په بریتانیا کې د فلسطین ماموریت مشرحسام زملوط وویل: «نن هغه شېبه ده چې بریتانیا وایي، موږ باید تاریخ سم کړو او تېروتنې اصلاح کړو.» د ماموریت دفتر ښایي اوس سفارت ته لوړ شي.
دغه پرېکړه په نړیواله کچه د فلسطینیانو د خپلواکۍ غوښتنې لپاره لویه لاسته راوړنه ګڼل کېږي، خو په اسرائیل کې د سخت غبرګون او راتلونکو کړکېچونو اندېښنه هم راپورته کوي.
