د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوې پرېکړه لیک مسودې ته منفي رایه ورکړه چې له مخې یې پر ایران دایمي بندیزونه لغوه کېدل.
خو لا هم فرصت شته چې تهران او د اروپا مهم قدرتونه د بندیزونو د ځنډولو لپاره هڅې وکړي.
دغه شورا چې ۱۵ غړي لري، نن جمعه د رایې ورکولو نه مخکې د ایران د ۲۰۱۵م کال د هستوي تړون د نهپلي کولو په اړه انتقادونه وکړل او اړ شوه چې مسوده وڅېړي.
روسیې، چین، پاکستان او الجزایر مسودې ته مثبته رایه ورکړه، خو ۹ غړو منفي او ۲ غړو ممتنع رایه ورکړه.
بریتانیا، فرانسه او آلمان وړاندیز کړی چې که د ملګرو ملتونو د هستوي تفتیش کوونکو لاسرسی بېرته د ایران تاسیساتو ته ورکړل شي، د غني شوي یورانیمو د زېرمو په اړه اندېښنې لرې شي او د امریکا له متحده ایالاتو سره خبرې بیا پیل شي، نو د بندیزونو عملي کېدل به تر شپږو میاشتو وځنډول شي، څو د یوې اوږدمهاله موافقې لپاره د خبرو فضا برابره شي.
باربارا وودوارد، د بریتانیا سفیرې په ملګرو ملتونو کې ټینګار وکړ: «پر دې بنسټیزو شرطونو له عمل پرته، د دیپلوماتیک حل لپاره روښانه لاره نشته.»
د امریکا د متحده ایالاتو سرپرستې سفیرې، دوروتي شیا، وویل د امریکا منفي رایه د واقعي ډیپلوماسۍ مخه نه نیسي او واشنګټن لا هم چمتو دی چې له ایران سره مستقیمې خبرې وکړي، که د سپتمبر تر ۲۷مې مخکې او که وروسته له هغې چې د بندیزونو د بېرته ستنېدو موده پای ته رسېږي.
ژروم بونافونت، د فرانسې سفیر په ملګرو ملتونو کې وویل چې د اروپايي درې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له خپلو ایراني سیالانو سره دوه ځله لیدلي او د خبرو اترو دروازې لا هم پرانیستې دي.
په همدې حال کې، د ایران متحدانو، روسیې او چین، د ۲۰۱۵م کال د هستوي تړون د شپږ میاشتني تمدید لپاره د یوې نوې پرېکړه لیک مسوده چمتو کړې، خو لا رسمي رایه نه ده ورکړل شوې.
