د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د غزې روغتونونه د سقوط له جدي ګواښ سره مخ دي، ځکه چې اسراییلي پوځ د غزې ښار پر مرکز او لوېدیځو برخو بریدونه زیات کړي دي.
د سازمان مشر تدروس ادهانوم ګیبرییسوس ویلي، دغه بریدونه د خلکو د نوې بېځايه کېدو څپې رامنځته کړي او کورنۍ په داسې ځایونو کې ایسارې شوې دي چې د انساني کرامت لپاره مناسب نه دي.
هغه له نړیوالو غوښتنه کړې چې د دې «غیرانساني حالاتو» د پای ته رسولو لپاره د سمدستي اوربند هڅې وکړي.
راپورونه ښيي چې د اسراییلو ټانکونو او جنګي الوتکو د پنجشنبې په ورځ غزه ښار سخته جګړه پېل کړه، چې له امله یې زرګونه کسان په وېره له خپلو کورونو وتښتېدل او د جنوبي سیمو پر لور روان شول. په ښار کې یوازې دوه روغتونونه – الشفا او الاهلي – په محدود ډول فعال پاتې دي، خو د درملو، وسایلو او بسترونو له سخت کمښت سره مخ دي. ډاکتران وایي په بېړنیو څانګو کې د ټپیانو شمېر څو برابره له بسترونو زیات دی.
ملګرو ملتونو هم د وضعیت د لا خرابېدو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د سلګونو زره فلسطینیانو جبري کډوالۍ د بشري ناورین بڼه نوره هم ژوره کړې ده. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر د شرایطو یادونه د «بشپړې فاجعې» په توګه کړې او ویلي یې دي چې د حفظالصحې ناسم حالت پراخې ناروغۍ خپروي.
د فلسطین د روغتیا وزارت د پنجشنبې په تازه راپور کې ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییلو بریدونو لږ تر لږه ۷۹ کسان وژلي او له ۲۲۰ زیات یې ټپیان کړي دي. د وزارت په وینا، د جګړې له پیل (اکتوبر ۲۰۲۳) راهیسې د وژل شوو شمېر تر ۶۵ زره اوښتی او له ۱۶۵ زره زیات نور ټپیان شوي دي.
هسپانیې د اسراییلو پر ضد سخت دریځ نیولی او اعلان یې کړی چې د نړیوالې جزایي محکمې له روانې څېړنې ملاتړ کوي، څو د احتمالي جګړهيي جرمونو او د نړیوالو قوانینو د سرغړونو په اړه پلټنه وشي.
