د افغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړ بنسټ «نی په تبعید کې» ویلي چې طالبانو په ځینو ولایتونو کې د نوري فایبر انټرنېټ خدمتونه بند کړي دي. د دغه بنسټ په وینا، دغه کار د طالبانو د «بشري ضد جنایتونو د پټولو او د نجونو پر زدهکړو د لا زیات محدودیت» په موخه ترسره شوی دی.
نی په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دا اقدام د افغانانو له اساسي حقونو څخه د هغوی د محرومولو لپاره دی او طالبان غواړي د خپلو «جنګي جنایتونو او د بشریت ضد کړنو» کچه لوړه کړي.
دغه بنسټ خبرداری ورکړی چې د انټرنېټ بندېدل به د افغانانو ژوند له لا ډېرو ګواښونو او تاوتریخوالي سره مخ کړي او خلک به د نابودۍ له جدي خطر سره مخامخ کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو دا کار د دې لپاره شوی چې هېڅ څوک ونه شي کولای د افغانستان پېښې نړۍ ته ورسوي او د هغوی کړنې په نړیواله کچه د حقوقي تعقیب لاندې ونیول شي.
نی باور لري چې د انټرنېټ پرېکول د ښځو د حقونو د محدودولو یوه بله هڅه ده، ځکه چې د لیرې زدهکړې (آنلاین زدهکړې) لارې چارې یې هم ورکې کړې دي. د دغه بنسټ په وینا، طالبان د نوري فایبر انټرنېټ د عامو خدمتونو په بندولو سره د نجونو زدهکړه په بشپړه توګه ناممکنه کړې ده.
دغه بنسټ همداراز ویلي چې د «اسلامي بدیل» د موندلو لپاره د پلاوي ټاکل او د هغو مخابراتي خبرو څارنه چې د طالبانو له خوښې سره برابره نه وي، د خلکو د شخصي ژوند خوندیتوب هم له خطر سره مخ کوي.
نی ټینګار کړی چې د طالبانو دا کړنه افغانستان د «شمالي کوریا په څېر» ګرځوي، خو په دې توپیر چې په شمالي کوریا کې د ښځو پر زدهکړو او پوښاک دومره محدودیتونه نشته لکه په افغانستان کې.
دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې طالبانو په دې وروستیو کې د افغانستان په لسو څخه ډېرو ولایتونو کې د فایبرنوري انټرنېټ خدمتونه بند کړي دي؛ یوه پرېکړه چې له پراخو اعتراضونو او د بشري حقونو د مدافعانو له سختو غبرګونونو سره مخ شوې ده.
