د پاکستان حکومت اعلان کړی چې له سعودي عربستان سره یې د «دوه اړخیز ستراتېژیک دفاعي تړون» لاسلیک کړی دی.
د تړون له مخې، پر هر یو هېواد برید د دواړو پر ضد برید بلل کېږي او دواړه هېوادونه به په ګډه د دښمن پر وړاندې اقدام کوي.
دغه ستراتېژیک دفاعي تړون د سعودي وليعهد محمد بن سلمان او د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف ترمنځ لاسلیک شوی دی.
د پاکستان حکومت په خپاره کړي بیان کې ویل شوي چې دا تړون د دواړو هېوادونو ګډه ژمنتیا څرګندوي څو امنیت پیاوړی کړي او په سیمه او نړۍ کې د سولې او ثبات لپاره کار وکړي.
په بیان کې همدارنګه ویل شوي چې د تړون موخه د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ د دفاعي همکاریو پراختیا او د هر ډول تېري پر وړاندې ګډه دفاعي پیاوړتیا ده.
په تړون کې راغلي: «پر هر یوه هېواد هر ډول برید، پر دواړو هېوادونو برید ګڼل کېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف طالبانو ته خبرداری ورکړی و چې باید د پاکستان د حکومت او د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) ترمنځ، یو انتخاب وکړي.
طالبانو تر اوسه د پاکستان د لومړي وزیر د دې خبرداري په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې د ټيټيپي ملاتړ او په افغانستان کې د دې ډلې موجودیت رد کړی دی.
