سویلي آسیا

په بلوچستان کې وسلوالو د امنیتي ځواکونو یوه پوسته وسوځوله

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې تېر ماښام (د وږي ۲۵مه) وسلوالو کسانو د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې برید کړی او هغې ته یې اور اچولی دی.

د راپورونو له مخې، په دغه برید کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو یو سرتېری وژل شوی، بل ټپي شوی او یو بل غړی د پوستې څخه ورک شوی دی.

تر اوسه هېڅ یوې ډلې د برید پړه نه ده منلې او د پاکستان امنیتي او دفاعي چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو په بلوچستان کې ډېری بریدونه عموماً د بلوچ آزادي غوښتونکي پوځ له خوا ترسره کېږي.

پاکستاني رسنیو ویلي، دا برید تېر ماښام د بلوچستان په شیراني ولسوالۍ کې شوی دی.

د ورک شوي پاکستاني سرتېري نوم “اعظم خان” یاد شوی دی.

د بلوچستان د شیراني ولسوالۍ مرستیال کمېشنر حضرت ولي کاکړ ویلي، اوس په سیمه کې ګڼ امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي او د ورک شوي سرتېري د موندلو لپاره د لټون عملیات پیل شوي دي.