منځنی ختیځ

د ملګرو ملتونو راپور: اسراییلو په غزه کې نسل وژنه روانه کړې

د ملګرو ملتونو د پلټنې یو خپلواک کمېسیون په تازه راپور کې ویل شوي چې اسرائیلو په غزه کې د نسل‌وژنې جرمونه کړي او لوړپوړي چارواکي یې، په ځانګړي ډول لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو، د دغو کړنو د لمسون مسوول دي.

د راپور پر بنسټ، د پراخو وژنو، د مرستو د مخنیوي، جبري بې‌ځایه‌کولو، او حتی د زېږون د یو روغتون د ویجاړولو شواهد ښيي چې په غزه کې نسل‌وژنه روانه ده. د دغه راپور مشري د پخوانۍ نړیوالې جزایي محکمې قاضۍ، نافي پیلې، کوله. هغې ویلي: «په غزه کې نسل‌وژنه روانه ده. د دغو جنايتونو مسوولیت د اسرائیلي چارواکو ته ورګرځي، چې نږدې دوه کاله کېږي د فلسطینیانو د له منځه وړلو هڅې او مشري کوي.»

راپور څرګندوي چې د نتانیاهو او نورو چارواکو څرګندونې د «نسل‌وژنې د قصد مستقیم شواهد» دي. په ځانګړي ډول هغه لیک ته اشاره شوې چې نتانیاهو په نومبر ۲۰۲۳ کې پوځیانو ته لیکلی او د غزې جګړه یې د عبراني کتابونو د «مقدسې ټولګې له منځه وړونکې جګړې» سره پرتله کړې ده.

په راپور کې د اسرائیلو ولسمشر اسحاق هرتزوګ او پخوانی د دفاع وزیر یواف ګالانت نومونه هم ذکر شوي دي.

بل لور ته، د اسرائیلو دایمي استازي په جینیوا کې د دې راپور په غبرګون کې وویل چې «رسوا کوونکی» او «جعلي» دی او هغه یې د «حماس د اجنټانو» کار وباله. اسرائیلو د کمېسیون له همکارۍ ډډه کړې او دا یې د ځان پر وړاندې د سیاسي اجنډا یوه برخه بللې ده.

د ۷۲ مخیز حقوقي تحلیل په دې راپور کې ویل شوي چې اسرائیلو د نسل‌وژنې له پنځو تعریف شویو کړنو څخه څلور ترسره کړي:

  • د خلکو وژل؛
  • د جدي جسمي یا رواني زیان رسولو هڅې؛
  • د ژوند د شرایطو قصدي خرابول څو د فلسطینیانو د له منځه وړلو لامل شي؛
  • او د زېږون د مخنیوي هڅې.

راپور د قربانیانو او شاهدانو له مرکې، د ډاکټرانو له بیانونو، د خلاصو سرچینو له اسنادو او د سپوږمکۍ له انځورونو څخه راټول شوي شواهد وړاندې کړي دي.

د غزې د جګړې له پیلېدو راهیسې، د حماس د ارقامو له مخې، تر ۶۴ زره ډېر کسان وژل شوي او د لوږې نړیوال څارونکي خبرداری ورکړی چې د سیمې یوه برخه د قحطۍ له ګواښ سره مخ ده.

پیلي، چې پخوا یې د روانډا د نسل‌وژنې محکمې مشري کړې وه، ویلي: «کله چې د روانډا د نسل‌وژنې حقایق ګورم، له دې وضعیت سره ډېر ورته والی لري. لومړی د خپلو قربانیانو انسانیت ختموې، هغوی حیوان بولې، او بیا یې پرته له وجدان څخه وژني.»

دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې اسرائیل په نړیواله محکمې کې د نسل‌وژنې د قضیې تر څېړنې لاندې دی.