سویلي آسیا

د خیبر پښتونخوا له ۲۰۰۰ زیات بار وړونکي موټر په افغانستان کې بند پاتې دي

د خېبر پښتونخوا د بار وړونوکو موټرو مالکانو د هغو ۲ زرو موټرو د سمدستي ستنېدو غوښتنه کړې، چې له تېرې میاشتې راهیسې په افغانستان کې بند پاتې دي. دغو ټرکونو (باروړونکو موټرو) له خیبرپښتونخوا څخه افغانې کډوالې کورنۍ افغانستان ته لېږدولي دي.

د خېبر پښتونخوا د میني مازدا ټرک مالکانو د اتحادیې مشر، لطیف ګل، د جمعې په ورځ پر دې موضوع اندېښنه وښوده او ویې ویل چې د ټرکونو ستنېدو په ځنډ کېدو سره په سلګونو پاکستاني موټرچلوونکي او کلینران هغې غاړې ته په سختو حالاتو کې بند پاتې دي.

نوموړي وویل چې د طالبانو چارواکو له لوري د هغوی د موټرو د ستنېدو اجازه نه ده ورکړل شوې.

هغه زیاته کړه: «زموږ موټرچلوونکي یوه میاشت کېږي له خپلو کورونو لرې دي، په داسې حال کې چې د ټرک مالکانو خپلې ټولې عایدات د ورځنیو لګښتونو په پوره کولو کې مصرف کړي دي.»

هغه خبرداری ورکړ چې په داسې شرایطو کې به د ټرک مالکانو او موټرچلوونکو لپاره نور دا د منلو وړ نه وي چې مسافر افغانستان ته ولېږدوي.

نوموړي دا هم وویل که موضوع ژر تر ژره حل نه شي، اتحادیه به اړ شي په پېښور کې رینګ روډ وتړي او افغانستان ته تلونکي ټول کانتینرونه ودروي.

هغه له پاکستان او طالبانو دواړو حکومتونو وغوښتل چې د بند پاتې شویو موټرو او موټرچلوونکو د فوري ستنېدو ډاډ ورکړي.