بشري حقوق

سرچینې: د ځوانانو د بنسټ مسوول حمید انصاري په بلخ کې نیول شوی

سرچینې وایي، حمید انصاري چې د مدني ټولنې یو فعال او د ځوانانو د یو بنسټ مسئول دی، په بلخ ولایت کې د طالبانو له‌خوا نیول شوی دی. د نیولو لامل یې دا ښودل شوی چې نوموړي د طالبانو د اقتصاد ادارې له همغږۍ پرته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له مرستندویه ماموریت (یوناما) سره سره همکاري کړې ده.

د سرچینو په وینا، انصاري د “د شمال ځوانانو د سولې بنسټ” مشري کوي. دې ادارې د پخواني حکومت له وخته د یوناما په ملاتړ په بلخ، سمنګان، جوزجان او فاریاب کې د سولې د پوهاوي پروژې عملي کولې.

سرچینې زیاتوي، له طالبانو وروسته هم دا اداره فعاله پاتې شوه او د یوناما په همکارۍ یې خپلې پروژې روانې وساتلې.

خو د طالبانو د اقتصاد ریاست په بلخ کې له دغې ادارې د کاري راپور غوښتنه کړې وه. د سرچینو په خبره، وړاندې شوی راپور نیمګړی او ګډوډ و، او طالبانو ادعا کړې چې د ادارې فعالیتونه له دوی سره د همغږۍ پرته او د پروژو د بودجې په اړه په پټ ډول ترسره شوي دي.

سرچینې وایي، حمید انصاري اوس د طالبانو په بند کې دی.