یو مخکښ امریکايي شنونکي د ملګرو ملتونو پر ظرفیتونو انتقاد کړی، چې دا نړیوال سازمان د جدي ګواښونو پر مهال اقدام نهشي کولی، او د نړیوالو قوانینو پلي کول ورځ تر بلې له ستونزو سره مخ کېږي.
د امریکا د سمندري جګړهپوهنې د کالج استاد او د جورجیا پوهنتون د نړیوالو اړیکو پوهنځي همکار، ډاکټر جېمز هولمز، دا څرګندونې د “نېشنل انټرسټ” مجلې لهخوا په یوې خپره شوې مقاله کې کړې دي. نوموړي پوښتنه کړې چې: “ایا نړیوال قانون لا هم اعتبار لري؟“ او ویلي یې دي، د ورځنیو خبرونو لوستل دا احساس پیاوړی کوي چې د ځنګله قانون، یا د زور قانون، یو ځل بیا د نړیوالو چارو پر اصولو سیوری غوړولی دی.
هولمز لیکلي، د ملتونو ټولنه چې د لومړۍ نړیوالې جګړې له دردناکو تجربو وروسته جوړه شوې وه، هڅه یې کوله چې دا بنسټیز اصل چې “د زور له لارې د پولو بدلول ناقانونه دي” خوندي کړي، او د ملتونو د ځانواکۍ اصل ته درناوی وشي؛ خو دغه سازمان د نړیوالو له اجماع او د کافي ځواک له نشتوالي سره مخ و، او په پایله کې دویمه نړیواله جګړه ونښته.
نوموړی زیاتوي چې له دغې جګړې وروسته، د متحدو ځواکونو له خوا ملګري ملتونه تاسیس شول، څو د “ګډ امنیت” اصل له مخې، د هر ډول تېري پر وړاندې ګډ غبرګون یقیني کړي. دا اصل وایي، د یو هېواد پر وړاندې تېری، د ټولو پر وړاندې تېری ګڼل کېږي.
خو د سړې جګړې پیل، د ملګرو ملتونو ځانګړی مهم جوړښت – امنیت شورا – له لومړیو کلونو راهیسې له خنډونو سره مخ کړه. د هولمز په باور، دا یو خنډ اساسي لامل لري: د امنیت شورا هر یو دایمي غړی (امریکا، روسیه، چین، فرانسه او بریتانیا) کولای شي هره هغه پرېکړه وننګوي او وځنډوي چې د زور کارولو غوښتنه کوي. دا چاره د دې سبب شوې چې سازمان د جدي ګواښونو پر مهال، عملي اقدام ونهشي کولی.
سره له دې چې ملګري ملتونه ډېری وخت د ګواښ پر مهال اقدام نهشي کولی؛ خو ځینې استثناوې شته. یوه بیلګه یې د ۱۹۵۰ کال کوریايي جګړه ده. هغه مهال، چې شمالي کوریا پر جنوبي کوریا یرغل وکړ، د امریکا ولسمشر هېري ټرومېن اداره وتوانېده د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې یو ګډ نظامي غبرګون تنظیم کړي. که څه هم وروسته چین هم جګړه کې مداخله وکړه، خو د دغو عملیاتو پایله دا شوه چې د شمالي او جنوبي کوریا ترمنځ پوله بېرته خپل پخواني حالت ته راوګرځول شوه. البته، دې جګړې د انسانانو د تلف له پلوه دروند لګښت درلود.
نوموړی شنونکی وایي، ملګري ملتونه یو ځل بیا له دې اصولو څخه په دفاع کې کمزوری عمل کوي. نوموړي زیاته کړې چې روسیه او چین، چې د امنیت شورا دوه دایمي غړي دي، څرګنده کړې چې د اوسني نړیوال نظم بدلول غواړي، هغه نظم چې ظاهراً دوی پکې د ساتونکو په توګه برخه لري.
