د ایران مشر آیتالله علي خامنهاي د هېواد د نفتو د ټیټې کچې تولید له امله اندېښنه څرګنده کړې او پر حکومت یې غږ کړی چې د نفتو صادرات باید یوازې په یو هېواد پورې محدود پاتې نه شي.
هغه د کابینې له وزیرانو سره په لیدنه کې وویل: “په داسې حال کې چې نفت د هېواد د اقتصاد لپاره حیاتي اهمیت لري، خو تولید یې کم دی. زموږ وسایل زاړه شوي، تولیدي طریقې مو پخوانۍ دي، او له ډېرو نورو نفتلرونکو هېوادونو شاته پاتې یو.”
د ایران د تېلو صنعت له ۲۰۱۸ کال راهیسې د امریکا د بندیزونو له کبله له سختو ستونزو سره مخ دی. دا بندیزونه هغه وخت بیا ولګول شول، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ۲۰۱۸ کال په مې میاشت کې د ایران د ۲۰۱۵ له اټومي تړون (JCPOA) څخه ووت. نوموړي له دې تړونه په وتلو سره، د ایران پر نفتو، بانکدارۍ او نورو اقتصادي سکټورونو پراخ بندیزونه بیا فعال کړل، چې د هېواد اقتصاد یې ژور اغېزمن کړ. خامنهاي وویل چې ایران باید د نفتو لپاره متنوع پیرودونکي پیدا کړي. دا مهال د ایران شاوخوا ۹۲ سلنه تېل چین ته صادریږي، چې ډېری وختونه پر تخفیف پلورل کیږي.
ایران همداراز له اروپايي هېوادونو سره له سختو دیپلوماټیکو ننګونو سره مخ دی. بریټانیا، فرانسه او جرمني تېره میاشت د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون له مخې یو مېکانېزم فعال کړ چې له مخې یې د ملګرو ملتونو بندیزونه پر ایران بېرته لګیږي.
له بلې خوا، د ایران او اسراییلو ترمنځ ۱۲ ورځنۍ جګړې هم د تهران او نړیوالو ترمنځ اړیکې خرابې کړې دي. له همدې امله ایران له نړیوالې اټومي ادارې سره خپله همکاري بنده کړې ده. دې جګړه کې د امریکا او اسراییلو له خوا د ایران پر مهمو اټومي تاسیساتو بمبار هم شوی و، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ روانې خبرې یې ټکنۍ کړې.
سره له دې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ګارډین ورځپاڼې لپاره په یوه مقاله کې لیکلي چې تهران لا هم خبرو اترو ته چمتو دی. “لا هم وخت شته، او جدي اړتیا چې رښتینې خبرې پیل شي.”
