منځنی ختیځ

ټرمپ: کېدای شي ډېر ژر د غزې په اړه یوه هوکړه رامنځته شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ وویل، چې کېدای شي ډېر ژر د غزې پر سر یوه هوکړه رامنځته شي څو ټول هغه یرغمل شوي کسان ازاد شي چې د حماس تر ولکې لاندې دي.

ټرمپ دا څرګندونې له هغه وروسته وکړې چې حماس ته یې خپل «وروستی خبرداری» ورکړ.

ټرمپ چې د یکشنبې ماښام د نیویارک له لنډ سفر وروسته د واشنګټن سیمې ته پر رسېدو له خبریالانو سره خبرې کولې، وویل چې د دې موضوع په اړه یې په الوتکه کې بحث کاوه.

هغه وویل: «موږ پر داسې یوه حل کار کوو چې ښايي ډېر ښه وي.» ده نور جزئیات ورنه کړل. «ډېر ژر به یې واورئ. موږ هڅه کوو دې ته د پای ټکی کېږدو او یرغمل کسان بېرته راوګرځوو.»

ټرمپ د یکشنبې په لومړیو کې حماس ته خبرداری ورکړی و چې د ده د موافقې شرایط ومني، خو کومه ځانګړې طرحه یې نه وه څرګنده کړې.

هغه په خپل  ټولنیزو رسنیو کې ولیکل: «اسراییلیانو زما شرایط منلي دي. اوس وخت د حماس دی چې ومني. ما حماس ته د نه منلو پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی. دا زما وروستی خبرداری دی، نور به نه وي.»

له دې وروسته، حماس وویل چې د منځګړو له لارې د امریکا له لوري ځینې طرحې ترلاسه کړي دي څو د غزې د اوربند موافقې ته ورسېږي او دا مهال پر دې فکر کوي چې دا نظرونه څنګه پراخ کړي. خو هغوی هم د احتمالي هوکړې په اړه جزئیات ورنه کړل.