ښځې

د ارزګان ښځې وایي د اوبدلو په صنعت کې مهارت لري، خو ملاتړ ته اړتیا ده

په ارزګان کې ځینې ښځې، د پراخې اقتصادي بې وزلۍ او بې کارۍ په اړه جدي اندېښنې لري. دوی د ښځو لپاره د کاري فرصتونو غوښتنه کوي.

دغه ښځې ټینګار کوي چې د ټوکر او غالۍ اوبدلو صنعتونو کې د دوی ښه مهارت ته په پام سره، که د دغو برخو ملاتړ وشي، کولای شي له دې سخت اقتصادي وضعیت د وتلو لاره ومومي.

۷۶ کلنه زرمینه په غالۍ اوبدلو بوخته ده. د هغې ورځنی عاید لږ دی، خو مالي لګښتونه یې خورا لوړ دي. نوموړې وايي، ورځنی عاید یې د پام وړ کم شوی دی.

د ارزګان ولایت اوسېدونکې، زرمینه، وايي: «د یوه کيلو تار بیه پنځوس افغانۍ ده. زه د اوبدلو په کار بوخته یم. کلونه کېږي چې سږي مې درد کوي.»

په ارزګان کې ځینې ښځې وايي چې هرې یوې یې له کلونو راهیسې د لاسي صنایعو په برخو کې کار کړی دی، لکه د ټوکر او غالۍ اوبدلو په صنعتونو کې؛ او په خبره یې په دې برخه کې لسګونه کاري نمونې.

دوی ټینګار کوي چې د لاسي صنایعو په برخو کې د کاري فرصتونو رامینځته کول او د هغوی ملاتړ کولای شي د دې ستونزمن اقتصادي وضعیت په لرې کولو کې مهم او ګټور رول ولوبوي.

د ارزګان اوسېدونکې، ګلالۍ، وايي: «زموږ اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی. زه او لور مې دواړه سخت ناروغه یو. دوه کاله کېږي چې همداسې له ستونزو سره لاس او ګرېوان یو.»

په همدې حال کې، په ارزګان کې ځایي سرچینې وايي چې په عمومي کچه بې کاري په ارزګان کې یوه جدي ننګونه ګرځیدلې ده. دوی ټینګار کوي چې له دې وضعیت د خلاصون لپاره، د کرنې او لاسي صنایعو په برخو کې د کاري فرصتونو رامینځته کولو ته بېړنۍ اړتیا ده.