افغانستان

پاکستان د افغان زده‌کوونکو لپاره د علامه اقبال بورسونو درېیم پړاو اعلان کړ

xr:d:DAFTfVdY1IY:2,j:42729559324,t:22120105

د پاکستان د لوړو زده‌کړو کمیسیون د افغان زده‌کوونکو لپاره د “علامه محمد اقبال بورسونو” د پروګرام درېیم پړاؤ رسماً اعلان کړ. د دغه پروګرام له مخې به ۴۵۰۰ افغان محصلین د بېلابېلو برخو لکه طب، انجینرۍ، کرنې، کمپیوټر ساینس، ټولنیزو او اداري علومو په برخو کې د بشپړ مالي ملاتړ لاندې خپلې لوړې زده‌کړې ترسره کړي.

د پاکستان د چارواکو په وینا، د پروژې موخه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تعلیمي همکاریو پراختیا او د خلکو ترمنځ د دوستانه اړیکو پیاوړتیا ده. دغه بورسونه د زده‌کوونکو د ژوند لګښت، د کتابونو لګښت، د لیلیې فیس، د پوهنتون فیس او یو ځل د سفر لګښت پوښي.

د غوښتنلیک شرایط

  • لیسانس (Bachelor): لږ تر لږه ۱۲ کاله زده‌کړې بشپړې کړي وي، عمر تر ۲۳ کلونو کم وي، عمومي مضامینو کې لږ تر لږه ۶۰ سلنه او د طب او انجینرۍ لپاره ۶۵ سلنه نمرې ترلاسه کړې وي.
  • ماسټري (Master): عمر باید تر ۳۵ کلونو کم وي، لږ تر لږه ۱۶ کاله زده‌کړې بشپړې کړي وي او له ۴ څخه لږ تر لږه ۲.۵ CGPA لرل ضروري دي.
  • دوکتورا (Ph.D.): د غیراستادانو لپاره عمر تر ۳۵ او د استادانو لپاره تر ۴۰ کلونو پورې ټاکل شوی دی. لږ تر لږه ۱۸ کاله زده‌کړې او د ماسټرۍ په پای کې ۳.۰ CGPA ته اړتیا ده.

د لوړو زده‌کړو کمیسیون ټینګار کړی چې بورسونه به یوازې د وړتیا پر بنسټ ورکول کېږي. هغه محصلین چې له وړاندې یې د پاکستان یا کوم بل حکومتي بورس څخه ګټه اخیستې وي، د دغه پروګرام لپاره وړ نه دي. همدارنګه، ترلاسه کوونکي به د پاکستان له حکومت سره قانوني تړون لاسلیک کړي چې له زده‌کړو وروسته افغانستان ته ستنېږي.

غوښتونکي کولای شي د لوړو زده‌کړو کمیسیون د ځانګړې وېبپاڼې له لارې آنلاین غوښتنلیک وړاندې کړي.
د غوښتنلیک د سپارلو وروستۍ نېټه د ۲۰۲۵ د سپتمبر ۳۰مه ده.